لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داربونو ډالرو په مصرف جوړ افغان پوځ ولې دطالبانو مخې ته نه شي ودریدلی؟ دفواد چوهدري پوښتنه


په داسې حال کې چې د افغانستان دننه جګړې زور اخستى د پاکستان د خارجه دفتر چارواکو او د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري د افغانستان د ځواکونو په صلاحیت پوښتنې راپورته کړي او ویلې دي افغان او امریکايي اولسونو له د خپل قیادت نه پوښتنه پکار ده چې د اربونه ډالرو د لګښت وروسته ولې افغان عسکر د طالبانو په مقابل کې د پاڼو خورېږى.

په عین حال کې د امریکا د دفاع سکرټري لاېډ اسټن او پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم په ټېلفون خبرې کړي اؤ د افغانستان په اوسني وضعیت او د دواړو هېوادونو په اړيکو یې خیالات تبادله کړي دي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري په ټوېټر خپل بيان کې ويلي د طالبانو لخوا د هېواد په اتمه ولایت یا صوبه له قبضې وروسته دافغانستان او امریکا اولسونو له د افغانستان د موجوده قیادت مخې ته دا پوښتنه ايښودل پکار ده چې اخر افغانستان ته ورکړی شوې دوه زره ارب ډالره مزکې وخوړل که اسمان؟

هغه دا پوښتنه هم کړې چې ددومره ډيرو پېسو د لګښت نه وروسته افغان عسکر ولې لکه د پاڼو خورېږى؟

نوموړي وويل د افغانستان ولس د غريبۍ په مېچنه کې دلېږي خو د افغانستان سياستمداران ارب پتيان دي او هغوئ ټول په بهر هېوادونو کې د اربونو اثاثې لري.

ښاغلى وايي بډې رشوتونه چې څنګه قامونه غرقوي افغانستان ددې بېلګه ده.

د پاکستان مرکزى وزیر دا تورونه په داسي وخت کې لګولي دي چې د کابل په ګډون د غربي نړۍ يوشمير هېوادونه په پاکستان افغان طالبانو ته د خوندي ځالو او مرستو ورکولو تورونه لګوي خو پاکستان دا تورونه مدام رد کړي او وايي اسلام اباد په افغانستان کې د کومې ځانګړې ډلې پلوي نه کوي.

اخوا دپاکستان دخارجه دفتر ویاند ذاهد حفيظ چوهدري د شخصي ټى وي چینل جيو نيوز سره خبرو کې ویلي په پاکستان د تورونو لګولو پرځائ افغانستان خپلې ټولې هڅې امن عمل ته راګرځول پکار دي.

حفيظ چوهدري وايي پاکستان د افغانستان په امن عمل کې بې شمېره قربانۍ ورکړې او اوس پاکستان دافغانستان دننه د امن ټينګښت غواړي او دې لپاره د ټولو فريقېنو سره کار کولو ته چمتو دی.

دې وايي پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې ډله نه لري او هلته د امن لپاره د طالبانو په ګډون د ټولو خواؤ سره په تماس کې دي.

اخوا دامریکې ددفاع محکمې پېنټاګان پریس سکرټري جان کربي ویلي چې دامريکا د دفاع وزیر لايېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټېلفون خبرې کړي چې وايي په دغه خبرو کې د پاکستان او امريکا په اړيکو کې د ښه والي په دوام کې خوښي ښکاره کړل شوې ده او دا چې دا به په سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شريکو مفاداتو تحفظ وکړي.

د امریکا ددفاع وزیر لايېډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر سره دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې افغان طالبانو د بدخشان صوبې په سرښار فیض اباد باندې هم د قبضې ادعا کړې او که د طالبانو دغه دعوه سمه وګڼل شي نو دا به په تېره یوه اوونۍ کې د هغوي په قبضه کې راتلونکی نهم سار ښار وي.

طالبان دعوه کوي چې دتیرو پینځوؤ ورځو په مهال یې اووه ولایتونه دخپل واک لاندې راوستي خو افغان دولت بیا دا دعوې ناسمې بولي اؤ وایي طالبانو چې دکومو ولایتونو یوازې په څو سیمو قبضه کړې دا سیمې به ترې هم زر بېرته ونیول شي.

په عېن حال کې په طالبانو د سياسي فشار سیوا کولو لپاره دامریکا، چین او روسیې په مشرۍ کې د قطر سرښار دوحه کې د ټرایکا پلس غونډه هم کېږي چې پکې د پاکستان استازي هم ګډون کوي.

د پېنټاګان په بیان کې راغلي چې دامريکا ددفاع وزير او پاکستان د پوځ مشر زياتره خبرې دافغانستان په اوسني وضعیت دسيمې د سلامتیا او استحکام او په دوه اړخیزه دفاعي اړيکو کړي دي.

جان کربي د مطبوعاتو د د سوال په ځواب کې وویل چې امريکا به په پاک افغان شريکه پوله د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه هم د پاکستاني مشرانو سره خبرې جارى ساتي او وايي مونږ خبر يو چې دا ځالې د افغانستان دننه د زيات عدم تحفظ او بې ثباتۍ لويه ذريعه ده.

دپاکستان د پوځ پخوانی افسر او ددفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي پاکستان اوس هم د افغانستان په وضعیت کې يو مثبت کردار لري او امریکا هم له دې خبر ده.

هغه وایي دا وخت چې د افغانستان کوم بد حالات دي که پاکستان اؤ امریکا ګډې هڅې وکړي نو په دغه بد وضعیت کې ډېر ښه والی راتللی شي او دواړه په افغان حکومت او طالبانو فشار اچولی شي خو ښکاري چې طالبان امن او سياسي جوړ جاړي ته اماده نه دي.


د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد خورشید خان د طلعت مسعود د دريځ سره اتفاق نه لري او وايي دافغانستان په معامله کې د پاکستان زوړ اهمیت نه دی پاتې.


وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په دې وروستیو کې د امريکا د خارجه چارو وزیر د هند په ګډون د سيمې د هېوادونو سفر وکړو خو پاکستان ته رانغلو.

نوموړی وایي پاکستان وايي چې په طالبانو اثر نه لري او امریکا یه کوشش کوي چې په سيمه کې د خپلو ګټو د تحفظ لپاره د هند سره کار وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG