لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور دمیرمنو سوداګریزې خونې دښځو ځورونې نه دژغورلو کمیټه اعلان کړه


دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې په دفترونو،دکار روزګار په ځایونو اؤ کورونو کې دننه دمیرمنو دځورونې دپېښو کچه لوړه شوې چې تر دې وروسته د پیښور دمیرمنو سوداګریزې خونې د خپلو ښځینه غړو د ځورونې نه د ژغورلو لپاره یوه کمیټه اعلان کړې ده.

د میرمنو دسوداګریزې خونې یوه غونډه کې مشرانو وویل دپرله پسې شکایتونو وروسته دوئ اړونده حکومتي ادارو، د بشري حقونو تنظیمونو او قانون پوهانو سره د مشورو په رڼه کې د ځورونې په ضد کمیټه جوړه کړه چې مشري به یې د چیمبر د ایګزیکټیو کمیټې غړې میرمن انیلا خالد کوي.

میرمن انیلا خالد په دغه مهال وایس اف امریکا ډیوه ته وویل ددې کمیټې جوړولو مقصد د خپلو غړو میرمنو د ځورونې نه ژغورنه ده خو د صوبې یوه عامه زنانه هم دوئ ته خپل شکایت راوړی شي.

هغه وایي "زمونږ ړومبی ګام خپلو د کاروباري میرمنو تحفظ باوري کول دي. خو مونږ به دلته ودریږو نه. مونږ به وړاندې ځو. مونږ به سکولونو،پوهنتونونو کې دځورونې خلاف د خلقو پوهه بیداروو. چې د زنانه و په مونږ باور پوخ شي نو بیا به مونږ د سرکار او اولس تر مینځه د رابطو جوړولو هڅه کوؤ. مونږ به د خیبر پښتونخوا ټولو میرمنو ته ځان رسوو"

هغه وایي "مونږ د کوم خاص صنف په ضد دا کمیټه نه ده جوړه کړې بلکې زمونږ د غړو میرمنو خلاف چې څوک هم ځورونه وکړي. که هغه جنسي وي، نفسیاتي یا ذهني وي. په مخامخ شوې وي یا د انټرنیټ له لیارې وي. مونږ به یې پوره کره کتنه کوو. بیا به یې متعلقه ادارو ته اوړو خو هڅه به کوو چې د چا په ضد ځورونه شوې ده هغه مخامخ رانه شي"

د غونډې یوې برخه والې میرمن زوبیه عامر چې د زنانه و د ډول سینګار دوکان لري. وایي هغې یو بینک ته د قرضې لپاره درخواست ورکړی ؤ خو د بینک انتظامیې به هغه بیا بیا بې مقصده بینک ته راغوښته. اؤ دا به هلته ځورول کیده اواخره کې یې بینک ته وویل چې ددې داسې قرضه نه ده پکار.

پاکستان کې د کارونو په ځائ کې د زنانه و د ځورنې په ضد قانون کال۲۰۱۰ م کې او د انټرنیټ دلارې د ځورونې دمخنیوي قانون ۲۰۱۶ کې منظور شوي دي.

خو د ګلوبل جنډر ګیپ انډکس د ۲۰۲۰م راپور تر مخې پاکستان د صنفي امتیاز په اړه ۱۵۳ هیوادونو کې په ۱۵۱م نمبر ولاړ دی.

د نړيوال بېنک دشمېرو ترمخه په پاکستان کې کارکونوکو ښځو او سړو کې د ښځو برخه نزدې درویشت فيصدي ده،

د ورلډ بېنک د کال۲۰۱۹م د رپورټ ترمخه د دریمې نړۍ هېوادونو کې ښځې د کورونو نه بهر کار د پاره لري نه ځي، زياتره ښځو ته د سړو مقابله کې يو شان د کار موقعې هم نه ترلاسه کیږي.

کارپوهان وايي. د ځورونې په هکله د عامو خلقو دپوهې په بېدارولو او په قوانینو په سختۍ سره دعمل کولو دلارې د زنانه و په ضد د ځورونې پیښو کې تر ډیره حده کمی راتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG