لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الیکشن کمیشن وایي پښتونخوا کې دبلدیاتي ټاکنو تیارۍ سرته رسؤل شوي


د خېبر پښتونخوا د الیکشن کميشن چارواکي وايي په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو له پاره کميشن هر رقم تیارۍ سرته رسولې دي اؤ او اوس د صوبايي حکومت ذمه واري ده چې د ولسواکۍ ټاکنو له پاره مهال ویش یا شیډول زر تر زره خپور کړي.

بلخوا صوبايي حکومت وایي د کرونا وبا، محرم الحرام او د امنیتي حالاتو له امله بلدياتي ټاکنې د روان کال سپتمبر کې دکولو پرځائ دکال 2022 د مارچ په مياشت کې کول غواړي.

دمخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي چې صوبايي حکومت د زياتې ګرانۍ او خپلو ناکامه پالیسیو له امله د خلکو مخې ته نه شي ورتللی ځکه بلدياتې ټاکنې نه کول غواړي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره دخبرو په مهال دخېبر پښتونخوا د اليکشن کمیشن د دفتر وياند سهېل خان وینا وه چې الېکشن کميشن د بلدياتي انتخاباتو کولو له پاره خپلې ذمه وارۍ په وخت ترسره کړي دي۔

هغه وایي " زمونږه په ضم شويو ضلعو او د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې چې څومره ويلج کونسلې دي او څومره نېبرهوډ کونسلې دي نو د هغې د حلقه بندیو کار مکمل شوی دی، دې سره سره د ډسټرکټ ريټرننګ افسرانو او ريټرننګ افسرانو اعلاميه هم د اسلام اباد الېکشن کميشن نه جاري شوې ده"

ویاند زیاته کړه په ټاکنو کې چې کوم انتخابي مواد کارؤل کیږي هغه ضرورت هم پوره کړل شوی دی.

نوموړي زياته کړه صوبايي حکومت اليکشن کميشن نه د کرونا وبا او د محرم الحرام او د امنیتي حالاتو له کبله د بلدياتي ټاکنو ځنډولو په اړه غوښتنه کړې ده.

" د صوبايي حکومت نه چې کوم بيان راغلی چې تاسو دا ټاکنې د راتلونکي کال درېمې مياشتې پورې ملتوي کړئ او هغې کې به مونږه شېډول جاري کړو، نو اوس الېکشن کميشن ورته هدايات جاري کړي چې تاسو د انتخاباتو د شيډول جاري کولو دا معامله صوبايي کابينې ته مخې ته کېږدئ او د هغې نه بيا وروسته الېکشن کميشن اګاه کړئ"

د مردان ضلعې د عوامي نیشنل ګوند پخواني ناظم حمايت الله مايار وي او ای ډيوه ته وويل چې حکومت د موجوده ګرانۍ او د خپلو ناکامه پالېسیو له وجې خلکو ته نه شي مخامخ کېدای ځکه بلدياتي ټاکنې نه کول غواړي۔

" کوم شيان چې د غريب سړي د امروزه استعمال دي نو هغه يې د وس نه بهر کېږي، غريب سړی نه دوه وخته روټۍ خوړلی شي او نه د خپل مريض علاج کولی شي نو د حکومت ګراف په لاندې راغلی دی او خلک مايوسه دي نو دوئ پوهيږي چې د دوئ اميدورانو ته به څوک ووټ نه ورکوي نو په دي وجه هم الېکشن نه کوي"

د خېبرپختونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د بلدياتي ټاکنو له پاره ټاکل شوي پارليماني سکتر فضل الهي وايي چې صوبايي حکومت د ولسواکي ټاکنو له پاره چمتو دی خو دکرونا وايرس په چټکتیا سره دخورېدو له امله بلدياتي ټاکنې ځنډول غواړي۔

" د کرونا وبا چې کومه څلورمه څپه روانه ده او په دې کې خاصکر بلدياتي ټاکنې کول چې پکې کوڅه په کوڅه جلسې کېږي نو دا به خلکو سره زما په خيال ظلم کول وي، او دا وبايي کوم مرض چې راغلی نو دا به داسې وي چې حکومت يې د خورولو ذمه وار دی نو په دې وجه مونږ لګيا يو په دې خبرې کوو او چې حالات سم شي نو مونږ به ضرور الېکشن کوو، حکومت اول هم تيار ؤ او بيا به هم تيار وي"

په خېبر پښتونخوا کې د تېرو بلدياتي ادارو معياد دکال 2019 د اګست د مياشتې په 28 مه سرته رسېدلی، خو لا تر دې دمه په صوبه کې د حکومت لخوا يو وارې بيا بلدياتي انتخابات نه دي شوي۔

څېړونکي وايي د انتخاباتو يا ټاکنو د کال 2017 قانون ترمخه د بلدياتي اليکشن ميعاد پوره کېدو وورسته به 120 ورځو کې دننه نوي مقامي حکومتونه جوړولی شي،

دوئ وايي د قانون مطابق په صوبه کې بلدياتي انتخابات د کال 2019 د دسمبر په مياشت کې کول پکار وؤ۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG