لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان پلاوی د قطر په غونډو کې: د افغانستان حالت بحراني دی، د طالبانو بریدونه دې تم شي


واشنګټن ـــ د افغان حکومت پلاوي په قطر کې د ټرایکا هېوادونو په غونډه کې او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په جلا جلا ناستو کې په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه اندېښنه شریکه کړې او له هغوی یې غوښتي چې طالبان پر ښارونو له بریدونو سمدستي و دروي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ټرایکا په غونډه کې د روس، امریکې، چین او پاکستان استازو ګډون کړی او د افغان حکومتي پلاوي ورته ویلي چې طالبانو په روانو حملو کې جنګي جرمونه او د بشري حقونو سرغړونې کوي چې وایي د دوی دا کار په افغانستان کې بشري ناورین پیدا کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د قطر په پرونۍ غونډه کې د افغان پلاوي مشر د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې خصوصاً د ټرایکا له غړو هېوادونو غوښتي چې طالبانو په سختۍ سره له جګړې را وګرځوي.

ډاکټر عبدالله په ټینګار سره ویلي چې د سولې معنا لرونکې او مخلصانه خبرې دې پیل شي چې په نتیجه کې یې سمدستي ډزبندي وشي او دواړو لوري یوې سیاسي روغې جوړې ته سره ورسېږي.

په قطر کې د سولې په اړه درې ورځنۍ خبرې نن په داسې وخت کې پای ته ورسېدې چې طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونو ته دوام ورکړی او د دې هېواد تر نیمایي زیاتو ولسوالیو وروسته یې په تېره یوه اوونۍ کې د ولایتونو د مرکزونو په نیولو پیل کړی دی.

ډاکټر عبدالله په قطر کې د ټرایکا له غونډې پرته د امریکې، انډونېشیا، ایران، اسټرېلیا، ترکي، پاکستان، هند او د ملګرو ملتونو له استازو سره هم جلا جلا لیدلي او په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په درېدو او سولې ته د هغوی په حاضرېدو کې یې ورڅخه مرسته او همکاري غوښتې ده.

ډاکټر عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه د ټرایکا په غونډه کې د خپلې وینا مهم ټکي خپاره کړي، چې وایي د غونډې ګډونوالو ته یې وویل، افغانستان له بحراني حالت او خطرونو سره مخ دی او ولس یې غواړي چې هېواد یې ازاد، متحد او له ترهګرۍ پاک پاته شي. ډاکټر عبدالله لیکلي چې طالبانو خبرو ته تیار نه دي:

"په وروستیو میاشتو کې طالبانو د سولې په خبرو کې سنجیدګي نه ده ښکاره کړې او ښکاري چې طالبان پر سیاسي حل باور نه لري ځکه موږ په مذاکراتو کې پرمختګ نه وینو. طالبانو د خپلو ژمنو خلاف د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پر ځای ساتلې دي".

د ټرایکا غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم وینا کړې او ویلي یې دي‌ چې دوی د سولې په خبرو باور لري او وایي په افغانستان کې یو داسې "اسلامي نظام" جوړېدل غواړي چې د هېواد ټول اړخونه پکې برخه ولري.

ملا بردار د سولې د خبرې د ځنډېدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې ده او وایي که منځګړي ته په مذاکراتو کې اړتیا شوه پکې شامل به یې کړي:

"د اوسني وضعیت مسئولیت په حقیقت کې د توافقنامې پوره نه عملي کیدو ته ور ګرځي، د ځواکونو وتل د توافقنامې خلاف له خپل ټاکل شوي وخت څخه وځنډول شول، تور لیستونه لا هم پر خپل ځای دي، زندانیان لا هم په زندانونو کې دي، د توافقنامې له مخې دغه دوه موضوعات باید اوس وختي حل شوې وای".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د سیمه ییز او نړیوالو ترهګرو په ملتیا د طالبانو د خونړیو بریدونو دوام به نه یواځې بشري ناورین او جګړه زیاته کړي بلکې په سیمه کې به له تشدده ډکه توندروي او ترهګري زیاته کړي چې سیمې او نړۍ ته به نه را ګرځېدونکی زیان واړوي.

وایي په داسې حال کې نو د سیمې او نړۍ د ترهګرو په ملتیا د طالبانو د تشدد مخنیوی نه یواځې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ خصوصاً د څنګلورو هېوادونو په ګټه دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په روژه کې کوم خوراکونه ګټه ور او کوم تاواني دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG