لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر مقابله کې ولې دپاکستان روپۍ ارزښت بیا په کمېدو دی؟


پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه په تیرو 10 میاشتو کې تر ټولو زیاته سیوا شوې او د روپۍ په پرتله د ډالر بيعه 164روپي او 80 پیسو ته رسیدلې ده.

داقتصاد پوهان وايي دپاکستان تجارتي خساره زیاتیږي او په دې ورستیو کې روانه د کهاتې خساره درېوؤ اربو ته رسیدلې وه ،دپوهانو په وینا هم ددې له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار ښکار ده او ددې په بيعه کې کمی لیدل کیږي.

په پاکستان کې د پیسو د بدلونکې اتحادیې مشر ملک بوستان وائي د تجارتي خسارې او د ودانۍ د کارونو د بخښنې سکيم د ختمیدو په وجه د روپۍ په ارزښت اثر پریوتی دی .

هغه وایي تجارتي هلې ځلې سیوا شوی او درامدات هم مخ په وړاندې روان دي چې له امله یې دغیر ملکي زرمبادله په ذخیره فشار دی او روپۍ هم د کمی سره مخ ده.

ملک بوستان وایي په جون کې درامدات شپږ اربه ډالره ته زیات شوي وړاندې دتازه اکاونټ خساره ختمه شوی وه خو اوس په دې کې اضافه کیږي.

نوموړی زیاتوي حکومت له د ودانۍ په کاروبار دبخښنې سکيم ګټې راوړې وې خو په ۳۰م جون د سکيم د ختمیدو وروسته ډالر نرخ د۱۵۷ روپو نه ۱۶۴ روپو ته ورسیدو ځکه چې ددغه سکيم لاندې بهر هیوادونو کې میشت پاکستانیانو په دوو کالو کې ۱۰ اربه ډالره پاکستان ته رالیږلي دي.

ملک بوستان خوش بينه دی چې نړیواله مالياتي اداره ایي ایم ایف پاکستان ته په ۲.۷۵ اربه ډالرو ورکولو صلاح شوې ده او که دا رقم پاکستان ته ورکړی شي نو په روپۍ به فشار کم شي.

په خلاص مارکیټ کې دا وخت یو ډالر په ۱۶۳ روپو او اتیا پیسو اخستل کیږي او په ۱۶۴ روپو او ۷۰ پیسو خرڅیږي.

مرکزي بینک وایي د مالی کال۲۰۲۰م اؤ ۲۱م په وروستیو شپږو میاشتو کې تازه اکاونټ خساره د جي ډي پي 0.6فیصده وه او د جون په میاشت کې پاکستاني درامدات 6 اربه ډالره وؤ.

تیره میاشت (جولایي) کې د 5 اربه ډالره درامدات شوي چې پکښې 3اربه ډالره خساره مخې ته راځي.

د مرکزي بینک د شمیرو تر مخه په تیرو دریوؤ میاشتو کې د ډالر په پرتله د روپۍ ارزښت 7.15فیصدی راکم شوی دی.

د اقتصاد ماهر وکیل رحمان وايي د خوراکي شیانو ترڅنګ د مشنرۍ،ویکسین او پټروليم مصنوعاتو په مد کې درامدي بل زیات شوی دی.

دوئ وایي وړاندې نه پاکستان کې ګراني زیاته ده او د روپۍ د قدر د کمي په وجه درامدات هم ګرانیږي او د هغې اثر بیا دبنیادي ضرورتونو دشیانو په بیعو پریوځي.

دمرکزي بینک مشر ډاکټر رضا باقر ويلي چې په راتلونکي کال کې امکان لري چې تازه د اکاونټ خساره د جي ډي پي دوه فیصدي نه درې فیصدي ته ورسي او که داسې ونه شي نو مطلب به یې دا وي چې روپۍ په مصنوعي توګه کنټرول ساتل کېږي او دا د اقتصاد دپاره د خطر خبره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG