لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټاګون: طالبان هڅه کوي چې کابل جدا کړي


طالبانو په ټول افغانستان کې بريدونه پېل کړي او ښکاري نظر يې په کابل دی، طالبان کابل پله پرمختګ کوي په داسې حال کې چې د امريکا په زرګونو پوځي سرتيري کابل ته رسېدلي دي.

طالبانو د جمعې په ورځ (13 اګست) په افغانستان کې د کندهار او هرات په ګډون د پينځه ښارونو د نيولو دعوه کړې ده.

له دغې وړاندې چې طالبانو د کابل نه په 150 کلوميټره فاصله د غزني مهم ښار چې د کابل او کندهار ترمنځ پروت دی نيولی دی او بل لور ته په افغانستان کې روانې امنیتي وضعې په واشنګټن کې اندېښنې راولاړې کړي دي.

د پېنټاګون وياند جان کربي د جمعې په ورځ ویلي، "طالبان هڅه کوي چې کابل جدا کړي او خبرداری يې ورکړی چې ښار دا وخت د ګواښ يا دهړکې په ماحول کې نه دی".

هغه د طالبانو په تيزۍ سره مخ په وړاندې تګ باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

کربي ویلي، "دوی څه غواړي که دوی د کابل په جدا کولو کې کاميابيږي، زما په خيال طالبان ویلي شي، او دا به په نور هېواد کې د طالبانو د عملیاتو څخه بدل نه وي، د ولايتونو د مرکزونو جدا کول او کله د دې جوګه کېدل چې ځواکونه ورته بې د جګړې يا وينې توېدو تسليم شي".

يو امريکايي استخباراتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته ويلي، "د طالبانو لخوا علاقې نيول او جګړه ييز ماموريتونه پياوړې کول، زما په خيال د افغان ځواکونو ارادې او پياوړتيا چېلنج کوي".

خو پوښتنې راولاړیږي چې طالبان به څنګه کابل داخل شي په داسې حال کې چې د امريکا 3000 پوځي سرتيري د کابل د حامد کرزي نړيوالې هوايي اډې د امنيت دپاره تللي چې امريکايان خوندي کړي.

پېنټاګون ويلي سرتيري يې د چمعې په ورځ کابل ته رسېدلي او د اتوار/يکشنبې پورې به هلته وي.

امریکايي سرتيري کابل ته د دې دپاره تللي چې د سفارتخانې څخه امریکايي وګړي، او نور هغه زرګونه افغانان سره د کورنيو اوباسي چې د اېمګرېشن ځانګړې ويزې ورته ورکړی شوي دي.

کربي ويلي "ځواکونه يې د خپلې دفاع حق لري او دوی به وسله په لاس وي. که په افغانستان کې يې په ځواکونو څه قسمه بريد وشو دوی به ورته کلک ځواب ورکوي".

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی که په امريکايي ځواکونو بريد کيږي نه يواځې د جنګي الوتکو او ډرون د لارې به يې ځواب ورکړی کيږي بلکې په هوايي اډه موجودو هيلې کاپټرې به هم کارول کيږي.

امریکايي چاوراکي وايي د افغان ځواکونو ملاتړ کوي څوک چې د طالبانو پرضد جنګیږي.

کربي ويلي "اوس هم موقع شتون لري چې د طالبانو د بريدونو په وړاندې بدلون راشي او افغان ځواکونه د بدل وړتيا لري او دوی اوس هم يقين لري چې دوی په ځمکه بدلون راوستی شي".

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ویلي د افغانستان په 34 ولايتونو کې يې 16 نيولي دي.

هغه خبرداری ورکړی د نورو ولايتونو د نيولو دپاره عمليات کوي او په افغان ځواکونو يې غږ کړی چې جګړه پرېږدي او خپل ژوند په خطره کې نه اچوي.

طالبانو د هلمند د مرکزي لشکرګاه د نيولو دعوه هم کړې ده.

بل لور ته د نېټو سيکرټري جنرل سټولټنبرګ ویلي په کابل کې به سفارتي شتون لري او د کابل او افغان ځواکونو ممکنه ملاتړ به کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG