واشنګټن ـــ د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تایید کړه چې افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده وتلی دی خو دا یې ونه ویل چې هغه چېرې تللی دی.
ډاکټر عبدالله څو شېبې وړاندې پخپل یوه وېډیویي پیغام کې د اشرف غني د نوم له اخیستلو پرته وویل "د افغانستان مخکیني ولسمشر افغانستان پرېښود، چې د وطن حالات خراب وو".
د اشرف غني دفتر تر اوسه د هغه د واک پرېښوول نه دي تایید کړی او نه هم د عبدالله پخپلو خبرو کې سپیناوی کړی چې ولې یې هغه ته "مخکینی ولسمشر" ویلی.
ډاکټر عبدالله له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د کابل امنیت وساتي او د خلکو مال او ژوند ته د خطر مخه ونیسي او د طالبانو له وسلوالو یې هم وغوښتل چې "کابل ښار ته له ننوتلو پرته خبرو ته اجازه ورکړئ چې خدای مه کړه امنیت خراب شي او د خلکو ژوند ته خطر پېښ شي".
رایټرز خبري ایجنسۍ هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې اشرف غني تاجکستان ته روان شوی دی.
طالبانو نن د ورځې خپلو وسلوالو ته امر کړی وو چې کابل ښه ته دې نه ننوځي ځکه چې وایي له حکومت سره د واک ور سپارلو لپاره سوله ییز مذاکرات کوي، خو اوس یې خپلو وسلوالو ته امر کړی چې کابل ښه ته ننوځي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پخپل پیغام کې لیکلي چې د کابل ښار ټول حکومتي کارکوونکي او امنیتي ساتونکي له ښاره وتلي دي ځکه نو دوی خپلو کسانو ته د ښار د امنیت د ټینګښت لپاره اجازه ورکړه.
نور بیا...