لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي پاکستان کې یو رقم نصاب به زده کوونکو کې سخت دریځي سیوا کړي


 خو دتعليمي چارو کارپوهه ډاکټر سهيل خان وايي د دې نصاب په تيارۍ کې د ماهرينو رایه نه ده اخستل شوې او ځني داسې موضوعات هم پکې شامل دي چې د مذهبي سخت دريځۍ او فرقه واريت زياتيدو لامل ګرځېدی شي۔ 

د پاکستان وزير اعظم عمران د ګل په ورځ په پاکستان کې د يو رقم قامي نصاب د وړومبي پړاؤ پرانسته کړې ده.

خو د تعليمي چارو کارپوهان وايي د پاکستان تحريک انصاف دحکومت لخوا يو قامي نصاب په ټولنه کې سخت دريځي سېوا کولی شي.

دپاکستان سرکاري ریډیو پخپل يو رپورټ کې ويلي د اول جماعت نه تر پينځم جماعت پورې په وړومبي پړاؤ کې به يو نصاب ښودل کيږي او بل پړاو کې به د پينځم جماعت نه بره کلاسونو یا ټولګیو کې د يو قامي نصاب ښودنه پېل کيږي۔

ريډيو پاکستان د عمران خان د خلې ليکلي چې د اتم،نهم او لسم جماعت کې به زده کونکو ته د خاتم النبیین حضرت محمد(ص) د ژوند او تعليماتو په اړه د زده کړو ورکولو پريکړشوې ده۔

خو دتعليمي چارو کارپوهه ډاکټر سهيل خان وايي د دې نصاب په تيارۍ کې د ماهرينو رایه نه ده اخستل شوې او ځني داسې موضوعات هم پکې شامل دي چې د مذهبي سخت دريځۍ او فرقه واريت زياتيدو لامل ګرځېدی شي۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"يو قامي نصاب کې ليکل شوي چې پاکستانې به مسلمان وي او دا به سني مسلمان وي نو بيا د نورو مسلکونو خبره په دې کې نشته"

دريډيو پاکستان د رپورټ ترمخه په راتلونکو پنځوؤ، شپږو مياشتو کې به يو نصاب په یادو جماعتونو کې نافذ کړې شي۔

دپاکستان د تعليم مرکزي وزير ويلي په خېبر پښتونخوا،پنجاب،ګلګت بلتستان او ازاد کشمير کې به په يو ځل دا نصاب عملي کيږي۔

خو ويل کيږي چې سندهـ صوبې لا هم دغه نصاب نه دی خپل کړی او څيړونکي وايي د اتلسم ائيني بدلون وروسته د صوبې تعليمي نظام د وفاق نه بلکې د صوبو د اختيار لاندې دی،

د ملګري استاذانو د خېبر پښتونخوا مشر امجد ترکئ وايي نوي نصاب ته خو اول استاذان هغسې نه دي تيار کړی شوي چې ماشومانو ته دغه نصاب په ښه توګه وښائي او بل که د مذهبي سخت دريځۍ موضوعات پکې زيات وي نو تعليمي ادارو کې زده کونکي ماشومان به هم د سخت دريځۍ پله لاړ شي۔

"ماشومانو باندې د سخت دريځه نصاب ډېرې اغېزې وي، هغه سخت دريځۍ اړخ ته ځي چې نصاب کې سخت دريځه موضوعات وي"

ريډيو پاکستان د عمران خان د خولې ليکلي يو قامي نصاب به ځوانان په يوه لار واچوي او دا ملک به يو قوم جوړ کړې او دوئ به د مغريب تهذيبي يلغار نه وژغوري۔

عمران خان دا هم ويلي چې لږکیو ته به په دې نصاب کې د خپل مذهب د زده کړو موقعې ورکول کيږي۔

عمران خان د مغربي تهذيبي يلغار نه د ځوانانو د ژغورلو خبره په داسې حال کې کړې چې خپل بچي يي اوس هم برطانيه کې مېشت دي۔

دهغه د وړومبۍ ښځې جمائما تعلق هم دبرتانیې سره دی چاته چې عمران خان طلاق ورکړی اؤ اوس یې په پاکستان کې دریم واده کړی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG