لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په میډیا بندیزونه،اپوزیشن ګوندونه یې ترهګر برید بولي


پاکستان کې د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو د مخالفت وروسته د هېواد حکومت مخالفه سياسي ګوندونو هم دحکومت لخوا د مېډيا د انتظام لپاره د وړاندیز کړل شوي قانون مخالفت کړی او دا یې په اظهار او دمېډيا په ازادۍ ترهګر برید ګرځولی دی.

د واکمن تحریک انصاف ګوند حکومت په هېواد کې دمیډیا یوې ځاندرې کې دځائ کولو لپاره نوی قانون جوړول او ددې په اساس د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم يوه اداره جوړول غواړي.

د هیواد دصحافيانو او مديرانو تنظيمونه ددې مخالفت کوي او دا دحکومت لخوا په میډيا د لا نورو سختو قدغنونو لګولو او د ازادې میډيا د رياستي کنټرول لاندې د راوستو نوې هڅې بولي.

د هیواد حکومت مخالف سياسي ګوندونه هم وايي د مجوزه قانون به کلک مخالفت کوي او دا د اخلاقي غږونو او مېډيا د غلې کولو هڅه بولي.

په پارلیمان کې ستر حکومت مخالفه سياسي ګوندونه مسلم لیګ (ن) او پيپلز ګوند دا مجوزه قانون يو ظالمانه قانون ګرځوي او وايي دا د هېواد د دستور هم پرضد دی.

له دې مخکې په پاکستان کې د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو يوې ګډې کمیټې هم دا مجوزه قانون او د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې مسوده رد کړې ده.

د پاکستان مرکزى حکومت د میډيا د انتظام لپاره ددې نوي قانون په داسې وخت کې د جوړولو هڅه کوي چې په هېواد کې له وړاندې څخه په پراخه کچه صحافيان د بندیزنو سره مخامخ دي وتلي صحافيان حامد میر او طلعت حسین په نااعلانه ډول په ټي وي پروګرامونو کولو څخه منعې کړی شوي دي.

حکومت د مجوزه قانون په اساس غواړي چې د میډيا د څار لپاره د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم يوه اداره هم جوړه کړي چې داسې د فلمونو، الېکټرانيک، ډېجټل مېډيا سره د ویب ټي وي چېنلو مواد او اشتهارات دیو قالب یا انتظام لاندې راولي او د مېډيا د انتظام زړې ادارې لکه پېمرا او پرېس کونسل اف پاکستان په دې اداره کې ورګډ کړي.

د صحافيانو او مديرانو د تنظيمونو او دمخالفو سياسي ګوندونو دمخالفت باوجود د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزیر فواد چوهدري وايي حکومت د میډيا د انتظام لپاره يوه اداره جوړوي او لېرې نه ده چې يو قانون هم معرفي کړي.

د تېر اتوار په ورځ اسلام اباد کې د دیجټل میډيا فعالينو سره خبرو کې نوموړي وویل چې حکومت غواړي په هېواد کې د جعلي خبرونو او د کرکې نه دډکو مذهبي ویناؤ مخه ونیسي.

د پيپلز ګوند سینیټرې شري رحمان او د سنېټ پخواني چېرمېن رضا رباني په يو بیان کې د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي جوړښت او مجوزه قانون يو ظالمانه قانون بللی دی او شري رحمان په حکومت غږ کړى چې دا تجویز کړل شوی قانون بېرته واخلي.

دپاکستان په سینیټ کې دپيپلز ګوند سینټیر بهرمند تنګي ډيوه سره خبرو کې وويل د هغه ګوند په جمهوريت او د اظهار په ازادۍ باور لري.

هغه وايي دا دجمهوريت په جامه کې مارشل لا ده او ددې علت دا دی چې د تحريک انصاف ګوند حکومت په خپل ځان تنقيد نه زغمي .

نوموړی وایي دوئ به ددې مجوزه قانون مزاحمت او مخالفت کوي.

هم دا شان د پيپلز ګوند وتلی مشر رضا رباني هم دا مجوزه قانون او اتهارټي د هېواد د دستور د 18,19 او 19 الف د مادو پرضد بللي او وايي حکومت غواړي چې ددې د لارې اختلافى غږونه او د میډيا ازادي د پښو لاندې وچقوي.

شرى رحمان هم د پاکستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي د میډيا مارشل لا بللې ده.

دحکومت دستر مخالف ګوند مسلم لیګ (ن ) ویاندې مريم اورنګزيب په خپل یو بیان کې دغه مجوزه قانون په میډيا ،داظهار په ازادۍ او دستور د وزير اعظم عمران خان د حکومت ترهګر بريد ګرځولی او وايي د هغې ګوند به حکومت په هیواد کې د پاکستان میډيا ډوېلپمنټ اتهارټې په نوم د نازي ایزم قیام ته پرې نه ږدي.

هم دا ډول د عوامي نیشنل ګوند ویاند زاهد خان وي او اې ډيوه سره خبرو کې دغه مجوزه قانون رد کړی دی.

زاهد خان وايي د کله نه چې دتحريک انصاف ګوند حکومت راغلی نو ازاد صحافيان یې د ټى وى چېنلو نه لېرې کړي او په سوونو صحافيان بې روزګاره کړي دي.

د زاهد خان په وینا "څه لږه ډېره ازادي پاتې ده اوس د هغې د ختمولو لپاره دا قانون راوړي"

زاهد خان وايي نړۍ په پاکستان پسې خاندي چې ګنې دلته نه خو عدالت ازاد دی، نه اولس ازاد دی او نه میډيا ازاده ده. خلک په خپله خوښه ووټ هم نه شي ورکولی او دا هر څه حکومت د پوځ په لمسه کوي چې داسې په ټولنيزو رسنیو هم ازادي ختمه کړي خو وايي ددې پاېلې به ښې نه وي.

پاکستان کې د صحافيانو د حقونو د نړیوال تنظیم رپورټر ود اوټ بارډرز (بې پولې خبریالان) استازی اقبال خټک هم ویره لري چې دغه مجوزه قانون به لکه د الېکټرونکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 د قانون پيکا په شان د صحافيانو او اظهار د ازادۍ په ضد وکاریږي.

هغه وايي دا دحکومت هغه منصوبه ده چې په هېواد کې ازاد صحافت بند کړي او تورو تيرو ته یې واچوي.

د صحافيانو نړیوال تنظيمونه پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شماري چرته چې ازاد صحافت کول خطرناک بلل کېږي.

پاکستان کې دصحافيانو دحقونو دغیر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک وروستۍ شمېرې ښايي چې په پاکستان کې د کال 2002 نه تر اوسه پورې نزدې 130 صحافيان وژل شوي دي خو په دې کې د يو خبريال نه خو تر ننه قاتل مالوم شوی او نه چاته سزا ورکړی شوې ده او څېړونکي وايي په پاکستان کې د صحافيانو وژونکي ارته سینه ګرځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG