لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټیټ بینک:دچین اؤ نورو هیوادونو لخوا پاکستان کې پانګونې کمې شوې دي


د پاکستان مرکزي بینک وایي دمالي کال ۲۰۲۲م په وړومبۍ میاشت کې غیر ملکي سرمایه کاري ۳۸.۷ فیصدي کمه شوې ده چې پکښې زیاتې پانګونې د چین څخه کمې شوي دي.

داقتصاد پوهان وايي په منطقه کې د وړاندې نه دسیاسي اړي ګړي له امله په سرمایه کارۍ اغېزې شوي دي او په راتلونکي وخت کې که دافغانستان دسیاسي جوړجاړي هواری ونه لټول شي نو دا اثرات به نور هم زیات شي.

د اقتصاد ماهر او صحافي وکیل رحمان وایي وړاندې د چین څخه په پاکستان کی د سی پیک د منصوبې لاندې د توانایۍ منصوبې شروع شوې وې خو اوس هغه سرته رسیدلي او په پاکستان کې پانګونې کمې شوې دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي کرونا وبا هم سرمایه کاري اغېزمنه کړې ده دپاکستان نوم د ایف ای ټي ایف په خړ نوملړ کې موجود دی او بیا په افغانستان کې د تیرو څو میاشتو نه دبې باورۍ صورتحال هم دی چې له امله یې بهر ملکي وګړي په سرمایه کارۍ کې خوښي نه لري.

سټیټ بینک وایي دتیر مالي کال ۲۰۲۱ په جولایي کې د بهرنیو هیوادونو څخه په پاکستان کی ۱۲۸.۷ ملينه ډالره پانګونې شوې وې او د روان مالي کال په وړومبۍ میاشت جولایي کی ۹۰ ملينه ډالره سرمایه کاري شوې ده.

دبینک وینا ده تیر مالي کال کې نیغ په نیغه سرمایه کارۍ کې ۲۹ فیصده کمی شوی او په ټولیزه توګه پاکستان ته د سرمایه کارۍ په مد کی ۱.۸۴ اربه ډالره راغلي وؤ.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وایي پرله پسې په پاکستان کی نیغ په نیغه سرمایه کاري کمیږي.

هغه وایي وړاندی د سود د زیاتې شرحې په وجه هم سرمایه کاري کیده خو اوس خلک پیسې وباسي خو بیا چې د ترسیلات زر،روشن ډيجيټل اکاونټ، نیغ په نیغه سرمایه کاري او برآمداتو دپاره کوم ګامونه اخستل شوي امکان لري د روان کال د دسمبر نه وروستو په سرمایه کارۍ کې رجحان سیوا شي.

سجاد احمد بیا وايي د افغانستان صورتحال سم نه دی او راتلونکی وخت دا پانګونې متاثره کولی شی.

هغه زیاتوي راتلونکو دوه دریوؤ میاشتو پورې که څه د سیاسي جوړ جاړی لاره ونه لټول شوه نو ددې به په پانګونو منفي اثرات وي.

د اسټیټ بینک د رپوټ مطابق تیره میاشت د چین له لوري زیاته سرمایه کاری کمه شوې ده،د پانګونو په مد کې په جولایي کی ۶.۶ ملينه ډالره راغلي او دا رقم تیر کال په جولايي کی ۴۴.۱ ملينه ډالره ؤ.

یاد بینک وایي د سنګاپور له خوا په یوه میاشت ۱۶.۶ ملينه ډالره تر ټولو زیاته سرمایه کاري شوې ده .

د امریکې لخو ۱۴ ملينه او دبرتانیې لخوا ۸.۵ ملينه ډالره د سرمایه کارۍ په مد کې هیواد ته راغلي او بینک وایي د متحده عرب امارات نه پانګونې د ۲۷.۶ ملينه ډالره نه ۶.۶ ملينه ډالره ته کمې شوې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG