لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان نه انتظامي افسر تښتول شوی،برید کې بل افسر ژوبل


افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې نامعلومو کسانو د انتظامیه یو افسر تښتولي دي، او د هغه سره یو بل چارواکی د ډزو په نتیجه کې ټپي شوې .

تر دې وړاندې په دغه سیمه کې دپوځ په یوه پوسته دترهګرو برید کې یو پوځي عسکر وژل شوی ؤ.

په جنوبي وزیرستان کې دا پیښې په داسې حال کې شوی چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او دعوه کوي چې د ملک زياترې برخې د طالبانو په قبضه کې دي.

دجنوبي وزيرستان دپولیسو په خبره دانتظامیي چارواکي دتښتولو دا پیښه نن دچهاشنبې په ورځ د ضلعې مرکز واڼه په کړي کوټ سیمه کې مخې ته راغلې ده.

پولیس وایي انتظامي افسر پولیټیکل محرر راجن شاه او د هغه مرستیال شغیع الله بیټني په سیمه کې ګزمه کوله چې دغه مهال پرې نامعلومو کسانو ډزې وکړې.

دپولیس وینا ده چې شفیع الله دنامعلومو کسانو په ډزو کې ټپي شوی او راجن شاه تښتول شوی دی.

دپېښې دخبر رسیدو سره پولیس د پیښې ځایې ته رسیدلې پولیس اؤ پېښه کې دککړو کسانو د مالومولو دپاره یې عمليات پېل کړي دي.

د واڼه سیمې مرستيال کمشنر بشیر خان وي او ای ډيوه ته وویل چې د نامعلومه کسانو پر ضد يې دپېښې مقدمه درج کړې او دتښتول شوو کسانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.‌

دمرستيال کمشنر په خبره تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې انتظامي چارواکی به چا او ولې تشتولی وي.

د تښتونې ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې.

د جنوبي وزیرستان د مکين قلندر کلي نه د کال 2020م کې د اکتوبر په لسمه نېټه د اېس ار اېس پي په نوم دغېر دولتي ادارې دوه انجينيران هم تښول شوي وو او هغه وخت يې چا ذمه واري نه وه منلې.

وروسته د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د شمالي وزیرستان د شوه تحصيل نه شپږ کسان تښتول شوي وؤ چې پکې يو انجينير همايون داوړ او يو وکيل عتيق داوړ هم شامل وؤ.

په 15م جولایۍ دتښتول شوؤ کسانو یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې دوئ د حکومت نه غوښتنه کوله چې باید دتښتوونکو له منګولو وژغورل شي.

د ويډيو په اړه ويل کيږي چې د طالبانو ايشين ټايګر نومې تنظیم ددغو کسانو تښتول منلي دي.

دشمالي وزيرستان نه تښتول شوو کسانو دپاره وخت په وخت احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

د قبايلي ضلعې جنوبي وزیرستان پوليس افسر (ډي پي او) شفيع الله ګنډا پور یوه میاشت وړاندې ويلي وو د تښتول شوؤ کسانو د خوشي کولو دپاره اقدامات کوي چې مالوم يې کړي او هغه دعوه کړې وه دوئ هڅې کوي چې د اختر نه وړاندې دغه کسان راخوشي کړي.

بل لور ته په یو تازه بیان کې د پاکستان پوځ ویلي افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ په یوه پوسته ترهګرو برید کړی چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی دی او پوځ په ځوابي عملیاتو کې د یو وسله وال د وژلو دعوه هم کړې ده.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې دا برید بیګاه د شپې د جنوبي وزیرستان کانګرم سیمه کې شوی چې د سوناځایې په نوم د خیبر پختنونخواه ډیره اسماعیل خان درازنده سیمې سره تړاؤ لرونکی یو پوځي عسکر پکې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د ترهګرو برید ته پاکستاني پوځیانو هم غاښ ماتی ځواب ویلی او د پوځ په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی دی.

د روانې د اګست په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو د برید کولو دا نهمه پېښه ده. او ددغو پیښو ذمه داري لا قانونه ګرځول شوې دپاکستاني طالبانو ډلې منلې ده.

دپوځ بیان کې دترهګرۍ دجرړو ویستو هوډ ښکاره کړل شوی اؤ ویل شوي چې دپوځي سرتیرو په داسې قربانیو به دپوځ حوصلې نورې هم لوړیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG