لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې نهه افغانان د خپل بېرغ پورته کولو او نعرو وهلو په تور نيول شوي


د خېبرپښتونخوا د پېښور پولیسو نهه افغانان په دې تور نيولي چې د خپل ملک (افغانستان) بېرغ يې پورته کړی او نعرې يې وهلې، دغه کسان نن عدالت ته وړاندې کړی شوي دي.

د پېښور د ټاون تاڼې يو چارواکي اصف خان وي او اې ډیوه ته تاييد کړه چې تيره شپه د دغو کسانو پرضد مقدمه درج شوې او نيول شوي دي.

د نيول شوو کسانو پرضد درج کړی شوې مقدمه کې ويل شوي چې څو افغان مهاجرين په غټ سړک راټول شوي د افغانستان بېرغونه ورسره وو او نعرې يې وهلې.

په مقدمه کې د نهه کسانو نومونه لیکل شوي او په دوی تور لګول شوی چې قصدا عمدا دغو افغانان مهاجرينو د پاکستانيانو ترمنځه د ژبې او نسل په بنياد کرکه خوروله او دښمنۍ ته يې وده ورکوله، او دوی کوم اجازت هم نه وو اخستی.

ويل شوي دغه کسان نيول شوي، دوه بېرغونه ترې ترلاسه شوي او نن عدالت ته وړاندې کړی شوي دي.

په ياده مقدمه کې د دغو کسانو پرضد د پاکستان پېنل کوډ 153A- 14FA- 148-149 مادې شامل کړی شوي دي، چې د قانون پوهانو په وېنا د اړي ګړي او کرکې يا نفرت خورولو د تورونو په مقدمو کې دا مادې لګول کيږي.

د جون په مياشت کې د پېښور په څوکنو کې د يو افغان کډوال مړی په دې تور په هديره کې ښخېدو ته نه وو پرېښودل شوی چې د ده پلار کله د پېښور نه د کډوالۍ نه بيرته افغانستان ته ستون شوی د پاکستاني بېرغ سپکاوی یې کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG