لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو ته این ایف سي ایوارډ کې دبرخې نه ورکړل کیدو په ضد هایکورټ ته عریضه شوې


پېښور هايکورټ کې قبايلي ضلعو ته این ایف سي ایوارډ کې د درې فیصدي برخې او د سل بيلینه روپو کليز فنډ نه ورکولو پسر خواست یا عریضه شوې چې پکې صوبایي حکومتونو او دمرکزي حکومت چارواکي فريق جوړ شوي دي۔

دغه خواست د نوي جوړ شوي ګوند تحريک استقلال د مرستيال چېرمېن ملک حبيب نور اورکزي لخوا شوی دي

عریضه کوونکي ملک حبيب نور اورکزي وي او ای ډيوه ته وويل د نهې په ورځ يې په عدالت کې د خواست اولنۍ اوريدنه شوې ده او عدالت د وزيراعظم پرنسپل سيکټري او د وفاق د مالياتو محکمې د سيکټري نه ځواب غوښتی دی.

ملک حبيب وويل په کال ۲۰۱۸م کې د کابېني په غونډه کې پريکړه شوې وه چې قبايلي ضلعو ته به د انضمام نه وروسته په اين ايف سي ايوارډ کې درې فيصده برخه ورکول کيږي او هم دغسې به دکال سل بيلينه روپۍ دې سیمو کې لګول کيږي.

هغه وایي د پخوانیو قبایلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډیدو درې کاله وشول خو نه اين ايف سي ايوارډ کې برخه ورکړل شوې او نه ورته د وعدې سره سم ترقياتي منصوبو د پاره فنډونه ورکړل شوي دي۔

دې نه وړاندې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې هم د قبايلي ضلعو د اسمبلۍ غړو په اين ايف سي ايوارډ کې دبرخې نه ترلاسه کیدو پسر احتجاج کړی ؤ۔

د شمالي وزيرستان نه د صوبایي اسمبلۍ غړی مير کلام وزير وايي د احتجاجونو باوجود هم لا تراوسه دغه سيمو ته په اين ايف سي ايوارډ کې خپله برخه نه ده ورکړل شوې

د پاکستان د سېنټ د سيفران سټېنډنګ کميټۍ غړی او د باجوړ نه د واکمن ګوند سره تعلق لرونکی سنېټر هدايت الله وايي وفاقي حکومت هڅې کوي چې قبايلي ضلعو ته په اين ايف سي ايوارډ کې خپله برخه ورکړل شي خو ځنې صوبې لا هم په دغې نه دې اماده شوي۔

دقبایلي ضلعو د مخالفه سياسي ګوندونو د اسمبلۍ غړي وايي يو ورته اين ايف سي ايوارډ کې برخه نه ورکول کيږي، نو بلخوا چې دغه سيمو د پاره د وفاق او صوبایي حکومت لخوا کوم فنډونه جاري شوي هغه هم په تيرو دريوؤ کالو کې په بشپړ ډول نه دي مصرف شوي او په بيلینونو روپۍ خزانې ته ستنې شوي دي۔

خو حکومتي چارواکي وايي د روان مالي کال په پېل کې یې د ټولې صوبې ترقياتي فنډونه جاري کړي او قبايلي ضلعو کې یې په ترقياتي کارونو څار سېوا کړی چې پېسې په وخت او پوره مصرف شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG