لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو کې دوه فعال نامالومو کسانو په ډزو وژلي


د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې اورکزو پوليسو تاييد کړې چې دغه پېښه تیر ماښام ناوخته رامنځته شوې او د بره اورکزو په ماموزې علاقه کې نامالومو کسانو فضل قیوم اخونزاده او امین خان نومې کسان په هدف کړي دي.

پوليسو ویلي دا هدفي وژنه ده او برید کوونکي د ډزو وروسته د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي.

پولیسو وي او اې ډيوه وویل وژل شوي کسان فضل قیوم او امین خان ټولنیز فعالین وو او په خپل کلي کې د کور سره نزدې په هدف کړی شوي دي.

پوليسو ویلي د وژل شوو کسانو کورنيو په چا دعوېداري نه ده کړې او د پیښې وروسته پولیس په سمدستي ډول سیمې ته ورسیدل او د لټون عملیات یې پیل کړي.

په اورکزو کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او بيا يې د زندانونو څخه په لويه شمېره کې بنديان خوشي کړي چې پکې ویل کیږي د داعش او القاعده د غړو ترڅنګ پکې په لويه شمېره کې د پاکستاني طالبانو د خوشي کولو هم ویل شوي دي.

اورکزۍ که څه هم د افغانستان سره پوله نه لري خو په تيرو وختونو کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود، د دایش ډلې د افغانستان او پاکستان مشر استاد فاروق او القاعده خارجي جنګیالیو خوندي مرکز وو.

په قبایلي ضلعو کې د ملکي وګړو په هدفي وژنو کې زیاتوالی او په امنیتي ځواکونو بریدونه د ځایی خلکو ترمنځ ویره رامینځته کړې. د اورکزو قبایلي ضلعې یو سیاست مدار او د ضلعې د عوامي نیشنل ګوند مشر مثل خان اورکزي په تازه پیښه د افسوس څرګندونه کړې او وایی دې پیښې ځایی خلک اندیښمن کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په علاقه کې د هدفي وژنو سږ کال کې دا وومه پیښه ده او د دې ناامنې پرضد دوی احتجاجي مظاهرې کړې او د مظاهرو پرمهال دوی ته په حکومتي کچه د امنیت باور ورکړی شوی خو بیا هم دا لړۍ ونه درول شوه.

مثل خان وایي اورکزۍ د افغانستان سره کومه پوله نه لري خو بیا هم پکې د نا امنۍ زیاتې پیښې کیږي.

بل پلور ته د جنوبي وزیرستان وانه نه تښتول شوې د انتظامه افسر پولیټکل محرر راجن شاه نن سحر د تښتونکو د منګلو څخه خوشی کړی شوی دی.

د علاقې د پولیسو افسر ایس اېچ او زبیح الله په فیس بک پاڼه د پوليټيکل محرر خوشي کېدل تاييد کړي او ویلي يې دي د راغزې پولیسو مرکز په حدودو کې پولیسو د عملیاتو په پایله کې دماڼه سیمې نه تښتونکو له منګلو څخه هغه په داسې حال کې خوشی کړی چې پولیسو په لار کې ناکه لګولې وه او تښتونکي تښتیدلي دي.

انتظامیه افسر راجن شاه دوه ورځې وړاندې د جنوبی وزیرستان مرکز واڼه کړي کوټه سیمې نه نا مالومه کسانو تښتولې وو او د ډزو په پېښه کې د هغه سره د انتظامیه یو بل چارواکی شفیع الله ټپي شوی وو. دغه پېښه د سیمې نه د انتظامیې مرستیال کمشنر بشیر خان تاييد کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG