لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نه خوشي شوي د ټي ټي پي وسله وال د پاکستان دپاره څومره غټ خطر جوړېدی شي؟


په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو په دې بحث روان دی چې د افغانستان نه خوشي کړی شوي د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) وسله وال به د پاکستان دپاره خطره جوړيږي او پاکستان بايد دې ته سنجيده شي.

څيړونکي وايي که د ټي ټي پي د وسله والو د راتګ خبره رښتيا وي او يا دوی راغلي وي دا د پاکستان دپاره خطرناکه خبره ده، او په ځانګړي ډول پښتنه سيمه يو ځل بيا د بدامنۍ ښکار کېدی شي.

جرنلسټ احسان الله ټيپو چې خپله يې تعلق د جنوبي وزيرستان سره دی، وايي که وکتلی شي په کال 2018 کې چې نور ولي مسيد د ټي ټي پي مشر جوړ شوی دا ډله يې بيا رايوځای کړې او په ځانګړي ډول په قبايلي سيمه کې يې بريدونو ته زور هم ورکړی دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ټيپو وويل، ټي ټي پي يوه ويډيو خپره کړې چې پکې د افغانستان نه خوشي کړی شوي په درځنونو د ټي ټي پي هغه کسان ليدل کېدی شي چې د اشرف غني حکومت نيولي وو، په دغو کسانو کې فقير محمد هم دی چا چې په کال 2007 کې د بېت الله مسيد سره ټي ټي پي جوړ کړی او مرستيال مشر يې هم پاتې شوی دی نو دا د پاکستان دپاره ډېره د خطرې خبره ده بايد چې پاکستان يې محسوس کړي.

پخوانی ريټايرډ بريګېډيير سعد وايي دا ډېره د خطرې خبره ده که رښتيا وي چې د ټي ټي پي وسله وال راخوشي شوي او که دا رښتيا وي چې دوی پاکستان پله راغلي دي نو دا ډېره د اندېښنې خبره ده ځکه چې د وړاندې نه هم دغلته دا ګروپونه فعال دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، که دغه خلک راځي نو دا د پاکستان دپاره مسله پېدا کولی شي، او مخکې څه کيږي دا به کتل وي، هلته په افغانستان کې طالبانو ویلي دي چې خپله خاوره به د چا پرضد نه کارېدو ته نه پرېږدي نو دا به کتل وي چې د دوی عملداري به څومره وي او په وعده کې يې وزن شته که نشته.

په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې طالبانو د باګرام زندان څخه ټول 5000 بنديان خوشي کړي چې پکې د القاعده غړي هم شامل دي.

په 15 اګست د وي او اې خبريال سټيو هېرمن په ټویټر ویلي وو داسې راپورونه دي چې افغان ځواکونه په باګرام هوايي اډه طالبانو ته تسليم شوي او طالبانو د باګرام زندان څخه بنديان خوشي کړي دي.

او پاکستاني طالبانو هم بيا د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر فقير محمد د خوشي کېدو ويلي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد په (17 اګست) د (جيو ټي وي) سره په خبرو کې ويلي وو، د ټي ټي پي او داعش په اړوند په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او طالبانو ته يې ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

هغه وویلي وو ټي ټي پي او داعش د ننګرهار په غرييزو سيمو کې دي.

طالبانو چې په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي، وياند يې ویلي د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د بهرنيو چارو وزارت ویلي پاکستان د طالبانو نه تمه ساتي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد ونه کاروي او په افغانستان کې چې په راتلونکې کې د هر چا حکومت جوړيږي پاکستان به ترې د ټي ټي پي پرضد د سختو ګامونو اخستو تمه او غوښتنه کوي.

احسان الله ټيپو وايي په تيرو کلونو کې په پاکستان کې په بدامنۍ کې تر ټولو زياته خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمه اغېزمنه شوې وه او اوس هم داسې ښکاري ځکه چې دا وخت هم په قبايلي ضلعو کې زیات بريدونه کيږي.

نوموړي وويل په وروستيو کې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسيد هم د امريکا سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي وو چې دوی ته په قبايلي علاقه کې خپل رياست او نوی ځای پکار دی نو د ټي ټي پي د عملياتو مرکز به قبايلي علاقه او خېبرپښتونخوا وي.

د لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد د جولایې په 28 د امریکا خبري ادارې سي این این ته ويلي وو د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او زياته کړې يې وه چې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونيسي او خپلواکه به يې کړي.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي ار مشر بابر افتخار په 17 جولايۍ د يو پاکستاني ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG