واشنګټن ـــ په افغانستان کې که یوې خواته د طالبانو مشران لا د حکومت جوړولو لپاره له سیاستوالو سره په سلا مشورو بوخت دي، خو بلې خواته د دې هېواد دفتري نظام هم بیرته سم نه دی فعال شوی چې خلک یې له ستونځو سره مخ کړي. له دې سره سره زرګونه خلک لا هم له مځکنیو او هوایي لارو د وتلو په هڅه کې دي.
د 2019م کال په ستمبر میاشت کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او د انتخاباتو کمېشن اشرف غني په دویم ځل د ولسمشر په توګه اعلان کړ، نو د هغه مخالف ډاکټر عبدالله عبدالله له دغو نتایجو انکار وکړ او د تېر 2020م کال په مارچ میاشت کې دواړو د دې هېواد د ولسمشرانو په توګه لوړه وکړه، خو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې افغانستان په عملي توګه ولسمشر نه لري او هېواد د طالبانو په کنټرول کې دی.
د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون اکثره مشران کابل ته رسېدلي او له سیاستوالو سره په سلا مشورو اخته دي. څېړونکي وایي دوی هڅه کوي داسې یو حکومت جوړ کړي چې هم پکې د هېواد ټولو اړخونو ته برخه ورکړي او هم یې د نړۍ هېوادونه په رسمیت وپېژني.
په تېر حکومت کې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او مخکیني ولسمشر حامد کرزي د شنبې- خالي په ورځ د طالبانو له یو پلاوي سره لیدلي دي چې مشري یې شهاب الدین دلاور کوله. ډاکټر عبدالله پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:
"په دې ناسته کې د هېواد په روان وضعیت، د خلکو د امنیت په تامین، د همه شموله سیاسي پروسې، د بیرغ په شمول د ملي ارزښتونو په درناوي گټورې خبرې وشوې".
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم پر ټویټر لیکلي چې پلاوي یې د ګلبدین حکمتیار په ګډون له یو شمېر سیاستوالو سره لیدلي او د ده په وینا هغوی ته یې "د خوندیتوب او امنیت ډاډ" ورکړی دی.
ډاکټر نعیم وایي پلاوي یې افغان سیاستوالو ته وویل "په افغانستان کې داسې يو پياوړی مرکزي نظام غواړي چې قانون ته احترام ولري، فساد نه وي پکې او د هيواد هر وګړی د خپل هيواد او ولس د خدمت فرصت پکې ولري".
د طالبانو تر کنټرول وروسته د دې هېواد خلک لا هم له ناارامۍ سره مخ دي او نه پوهېږي چې د طالبانو راتلونکی حکومت به څنګه وي، له همدې کبله یوې خواته زرګونه خلک لا هم هڅه کوي چې د کابل هوایي ډګر او په مځکنیو لارو له هېواده ووځي او بلې خواته سرکاري او غیرسرکاري ملازمین او د رسنیو کارکوونکي خصوصاً ښځې لا هم په بشپړه توګه خپلو کارونو ته نه دي ستانه شوي.
د شنبې- خالي ورځ په افغانستان کې د سرکاري ملازمینو لپاره د رسمي اوونۍ د پیل لومړني ورځ ده خو طالبانو پرون هغه کسان- چې کار ته ستانه شوي- خپلو دفترونو ته نه دي پرېیښي.
د حمدالله په نامه یو سرکاري ملازم- چې خپل دفتر یې نه دی ښوولی- فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي طالبانو پرون خپل دفتر ته له تلو را ګرزولی دی. حمدالله وایي طالبان په دروازه کې ولاړ وو او ورته ویل یې چې دوی ته د دفترونو د بیرته پرانیستل کېدو په اړه هیڅ امر نه دی شوی.
د کابل ښارولۍ یو ملازم هم وایي پرون یې غوښتل کار ته لاړ شي خو نه دی پرېښوول شوی. دی وایي د طالبانو دې کار اندېښمن کړی چې کار ته یې نه پرېږدي.
بلې خواته ځینو کسانو ویلي د کلیو د پراخیتا او ښاري پرمختګ د وزارت ملازمینو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د خپلو کارډونو تر ښکاره کولو وروسته د وزارت دفتر ته ننوځي.
طالبانو یوه اوونۍ مخکې کابل نیولی خو د دې لوی ښار حکومتي ودانۍ، بېنکونه، د پاسپورټ دفترونه، ښوونځي او پوهنتونونه لا هم نه دي پرانیستل شوي. رپوټونه وایي یواځې د ټیلیفونونو د څو شخصي کمپنیو دفترونه په دې څو ورځو کې فعال وو.
سپینه ماڼۍ وایي امریکایي ځواکونو د اګست له څورلسمې په تېره یوه اوونۍ کې 17,000 کسان له افغانستانه را ایستلي، وايي یواځې 3,800 یې په تېرو څلرویشت ګنټو کې را ایستلي دي چې وایي په دوی کې د پوځیانو او نورو امریکایانو تر څنګ زرګونه هغه افغانان او کورنۍ یې هم شاملې دي چې له دوی سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار، ترجماني او مرسته کړې ده.