لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مومندو کې دې څلور اربه 50 لکه روپۍ د شوو وعدو سره سمې ولګول شي، ځايي خلک


په قبايلي ضلع مومندو کې د مومند ډېم د پروژې لاندې د خېبرپښتونخوا حکومت څلور اربه او 50 لکه روپۍ د پرمختيايي کارونو دپاره ورکولو ویلي خو د سيمې خلک وايي دغه پېسې دې د علاقې د خلکو سره د شوو وعدو سره سمې ولګول شي.

د قبايلي ضلعې مومندو نه د قامي اسمبلۍ غړې ساجد مومند وايي د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا په مشرۍ کې په ترسره شوې غونډه کې پريکړه شوې چې په مومندو کې به څلور اربه او 50 لکه روپۍ په پرمختيايي پروژولګول کيږي.

ځايي خلک وايي د حکومت دغه ګام ستايي او غواړي چې حکومت دې د مومندو لرې پرتې علاقې چې بدامنۍ او جنګ ځپلي هلته دې هم پرمختيايي کارونه وکړي.

ساجد مومند ډيوه ته وويل دا پېسې به د مومند ډېم پروجېکټ لاندې په اولسي خېر ښېګړه مصرف کيږي.

د نوموړې په وېنا زياتې پېسې به د بجلۍ ګرېډ سټېشن، د څښلو د اوبو په منصوبو، تعليم او د صحت په برخه کې کارول کيږي.

" د ډېم جوړولو په وخت چې خلکو سره کومې وعدې شوې وې هغې ته دوي عملي شکل ورکوي".

د مومند ډېم پرانسته په کال 2019 کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان کړې وه په هغه وخت کې ويل شوي وو په دې ډېم جوړولو به د 300 اربه روپو نه زيات خرچ راځي او په کال 2024 به دا پروژه سرته ورسي.

چارواکي وايي په ډېم جوړيدو کار روان دی، خو ځايي خلکو د دې نه وړاندې وخت په وخت احتجاجونه کړي، دوي وايي په ډېم کې ځايي خلکو ته د روزګار موقعې نه ورکړل کيږي، مالکانو ته تراوسه هم د زمکې پېسې نه دي ورکړل شوي، د نورو ډيمونو په نسبت دوي نه په ازانه بيعه ځمکې اخستل شوي او د احتجاجونو په دوران به يې په سيمه کې د ترقياتي پروژو غوښتنه هم کوله.

د مومندو يو ځايي مشر ملک جهانزېب ډيوه ته وويل د مومندو ضلع د ورسک ډيم او مومند ډيم ترمېنځه ده، خو ځايي خلکو ته بجلي او د څښلو د اوبو انتظام نشته.

جهانزېب مومند وويل د ورسک ډېم جوړېدو په وخت هم ځايي خلکو سره ډېرې وعدې شوې وې خو پوره نه کړل شوې خو د موجوده حکومت نه دوی تمه لري چې د ولسي خېر ښېګړې دپاره اعلان شوې پروژې د وعدو سره سمې سر ته ورسوي.

" دوي غواړي چې نورې داسې پروېې هم اعلان شي اوپه خصوصي توګه د هغو سيمو د پاره کومې چې لرې پرتې دي او په تېرو حالاتو کې ځپل شوي دي".

مومند ډيم د سوات په درياب د مونډې په مقام د پاکستان او چينايي کمپنۍ په ګډه جوړوي، د پاکستانو تر څنګ پکې چينايي انجينران او مزدوران هم کار کوي، دلته د امنيت کلک ګامونه پورته کړل شوي.

ځايي خلک وايي د ډېم نه چاپېره جال لګول شوی، عام خلک د ډېم څنګ ته نه پرېښودل کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG