لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: پوځ ویلي ترهګر يې وژلی، یو بل تن د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی


د پاکستان پوځ وایي د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسله والو په ضد عملیات کړي او یو ترهګر يې پکې وژلی دی، بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې يو ځوان وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ نن د اتوار/ يکشنبې په ورځ (22 اګست) ويلي چې پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو د موجودګۍ په خبرتیا يې عمليات کړي دي.

پوځ ویلي، د وسله والو سره د افغانستان پولې ته نزدې د شمالي وزیرستان بویه سیمه کې نښته هغه مهال شوې چې پوځ په سیمه کې د پټو ترهګرو په ضد عملیات کول.

بل لور ته د شمالي وزیرستان د میر علي پولیس وايي د میر علي په حیدرخیل کلي کې نامالومو کسانو حسن نومې ځوان په ډزو وژلی دی.

د میر علي تاڼې یو چارواکي اختر الله وي او اې ډيوه ته وویل دا تازه پیښه د میرعلي په حېدرخېل سیمه کې شوې ده.

د وژل شوي ځوان مور هم څو میاشتې مخکې د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوې وه او هغه وخت حسن ډیوه ته ویلي وو د دوی د چا سره هم شخصي دوښمني نه وه او د وسله والو لخواه ګواښونو سره مخ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د يادې پېښې په اړه د پي ټي اېم حېدرخېل يو ټويټ خپور کړی چې پکې ویل شوي،

"د حېدر خېل سره تعلق لرونکی ځوان په هدف کړی شوی دی، په ميرعلي تحصيل کې په غټ سړک وسله وال د تورو شيشو په ګاډي کې راغلي حسن حېدرخېل يې په هدف کړی او دا په وزيرستان کې د هدفي وژنو 400 پېښه ده، څو مياشتې وړاندې د حسن مور هم په هدف کړی شوې وه".

د شمالي وزيرستان د پېښې په اړه پوځ ویلي، ادارو ته خبر تر لاسه شوی وو چې په سیمه کې ترهګر پټې ځالې لري خو کله چې امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او د ترهګرو نه یې ګیره چاپیره کړه نو هغوی پرې ډزې پېل کړې.

پوځ ويلي چې د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال وژل شوی او د هغه نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوو تن پېژندګلو نه ده ښکاره کړې. او نه دغه ځایې ته د میډیا رسد کیږي چې د ازادو سرچينو څخه مالومات ترلاسه کړي.

تیره ورځ هم د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې د پولیس سرتیري په هدفي وژنه کې وژل شوی وو.

تر دې پیښې دوه ورځې د مخه اورکزو کې د ماموزي دوه کسان فضل قیوم او امین خان د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوي وو. او د اګست په 15 نیټه د پاکستان پوځ ویلی وو په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې یو عسکر وژل شوې وو.

په سیمه کې د پښتنو د حقونو دپاره په مبارزه د بوخت مزاحمتي تحریک پي‌ ټي ایم یو مشر منظور پشتین په ټویتر لیکلي

‏"په پشتونخوا کې د بدامنې لړې په تیزی سره پرمخ روانه ده که د مخ نیوې د پاره يې شریکې هڅې نه وشي نو لرې نه د چې څوک به هم د زیان نه بچ پاتې کیدو کې کامیاب نشی. مونږ ټول وطن ته ټوله خطه ته امن غواړو او د امن د پاره به زمونږ هڅې جاري وي".

په نزدي ورځو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترسره شوو زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده. دا په داسې حال چې په 15 اګست کابل طالبانو نیولی دی.

د پاکستان د پوځ يو پخوانی بريګيډيير سيدنظير وایي پاکستاني طالبان د پاکستان سره په پوله خاوره کې موجودیت لري او د هغه ځایې نه د بریدونو کولو منصوبې جوړه وي.

هغه وویل افغان طالبانو نړیوالو سره دا ژمنه کړې چې دوی به خپله خاوره د بل د پاره نه کاروي خو اوس به کتل دا وي چې دا ژمنه کله په ځایې کوي.

د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې ويپ پاڼي دشمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو اوو مياشتو کې د ترهګرۍ 66 پېښې شوي دي چې پکې يو 172 کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي ار مشر بابر افتخار په 17 جولايۍ د يو پاکستاني ټيلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو په دې بحث روان دی چې د افغانستان نه خوشي کړی شوي د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) وسله وال به د پاکستان دپاره خطره جوړيږي او پاکستان بايد دې ته سنجيده شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG