لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د جينکو يو سکول 13 کاله وروسته پرانستل شوی


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په چاودنه وران کړی شوی د جینکو یو هايي سکول 13 کاله ورسته بیرته د زدکړو لپاره پرانستل شوی دی.

د تعلیم د څانګې يو چارواکی وايي د شمالي وزیرستان په ضلعې مرکز میرانشاه کې د جینکو یواځينی سکول په کال 2008 کې په بمونو سره الوزول شوی وو، او د روانې میاشتې په 18م نېټه بیرته پرانستل شوی دی.

د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي ضلع کې چې په تېر وخت کې انتظامي واک د مرکزي حکومت سره وه په کال 2018 کې د خېبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې خو په دې سيمه کې د زده کړو پروسه لا هم د کلونو راهسې د نا امنۍ د لاسه زیانمنې دي. او د پينځه ملينه پورې اوسیدونکو سیمه په ځانګړي توګه مېرمنې د تعلیم په ګډون ډېرو اسانتیاو ته اوس هم لاس نه لري.

د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مرستیال مشر فدا وزیر وايي تیره اوونۍ د میرانشاه د جینکو هايي سکول د سلګونو نجونو لپاره بیرته پرانستل شوی دی.

هغه وویل دا د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د جينکو یواځينی هایي سکول دی چې په بمونو الوځول شوي وو، او له امله يې د سلګونو په شمېره کې د جینکو تعلیمي زدکړو پروسه اغیز منه شوې وه.

فدا وزیر وویل د سکول د ودانۍ ورانولو وروسته په کال 2015 کې جوړه شوې او په دې کې ټولې اسانتیاوې په ځای کړی شوي دي.

هغه وویل په وړومبي پړاو کې يواځې د ابتدايي زده کړو يا پرايمري سکول څانګه پرانستل شوې او په نورو پړاونو کې به مډل او هايي برخه هم پرانستل شي.

هغه زیاته کړه خلک لیواله دي چې خپلو جینکو ته تعلیم ورکړي او وې ویل په دې تیره یوه اوونۍ کې نزدې 250 انجونو داخله تر لاسه کړې. او د زدکړو پروسه یې پېل کړې ده.

ځایی خلک وايي نا امني د کلونو نه د ښځینه زده کړو لپاره لوی خنډ دي.

یو ځایي مشر ملک شېر ولي وویل کله چې دلته نا امني پېل شوه ، هلکانو زده کونکود هیواد نورو په بیلابیلو تعلیمي ادارو کې داخلې واخیستلې ، او نجونې نشو کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي

هغه وویل د ښوونځي بیا برانستو یو څه امېد پېدا کړی خو زیاته اړتیا اوس هم امن ته لري چې د علاقې وضعیت ښه شي.

د انتظامیې د دفتر د شمېرو ترمخه دورانولو نه وړاندې نزدې 700 څخه زیاتو نجونو زده کونکو د میرانشاه په دې ښوونځي کې زده کړې کولې. او ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخواه یو وارې بیا چمتو والب نیول شوی او د سلګونو په شمېره کې سکولونه جوړ کړی شوي دي او بیرته فعال کړی شوي دي.

د پخوانۍ فاټا د تعليم د محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي، د وسلوالو لخوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانو سکولونو شمېر 1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار روان دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG