لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل ته دپاکستاني خبریالانو سفرونو په ټولنیزو رسنیو پوښتنې راولاړې کړي


په کابل دطالبانو دقبضې یوه اوونۍ وروسته په ګڼ شمیر دپاکستاني خبریالانو کابل ته تګ په ټولنیزو رسنیو پوښتنې راولاړې کړي چې ولې پاکستاني خبریالان دجلال اباد څخه نیغ په نیغه خپرونې کولې شي خو دقبایلي سیمو په ځانګړي ډول د وزیرستان څخه یې نه شي کولی ؟

په نزدو ورځو کې دبیلابیلو پاکستاني رسنیو خبریالان د سړک دلارې وړومبی جلال اباد اؤ بیا کابل ته تللي اؤ هلته دافغانستان په تازه حالاتو وخت په وخت دخپلو رسنیو دپاره خپرونې کوي.

پاکستاني خبریالان کابل ته خپل داسفرونه په داسې حال کې کوي چې دغه هیواد دصدر اشرف غني له هیواده د وتلو اؤ په کابل دطالبانو دقبضې وروسته دبې باورۍ د وضعیت سره مخ دی اؤ په لکونو افغانان اؤ بهرنیان دغه دهیواد نه د وتلو هڅې کوي.

دخالد وزیر په نوم د ټولنیزو رسنیو فعال په ټویټر پوښتنه راولاړه کړې ده چې “څه معجزه ده. پاکستاني خبریالان دجلال اباد نه خو نیغ په نیغه خپرونې کولی شي خو دقبایلي سیمو په ځانګړي ډول د وزیرستان څخه یې بیا نه شي کولی “

کابل کې میشت خبریال انیس الرحمان هم ورپسې دا پوښتنه بدرګه کړې ده خو هغه په یو بل ټویټ کې کابل ته دتللو دپاکستاني خبریالانو څخه پوښتنه کړې چې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ پوله خو تړل شوې ده .تاسې څنګه کابل ته لاړئ ؟

د عروج اورنګزیب په نوم یوې بلې فعالې په ټویټر لیکلي په افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته افغان خبریالان دخپلو سرونو ژغورلو دپاره دافغانستان څخه بهر اوځي خو پاکستاني خبریالان دمثبت رپورټنګ(ریاستي پروپیګنډې)دپاره پرته له ویزې بې ډاره افغانستان ته روان دي.

هغه وایي هم دا پراکسي جګړه ده اؤ همدا دطالبانو افغانستان دی.

دلطیف وزیري په نوم فعال هم په ټویټر لیکلي پاکستاني خبریالان زرګونه میله لرې دمثبت رپورټنګ دپاره افغانستان ته تللی شي خو یوه میاشت وړاندې چې د لسګونو کلو میټرو په فاصله دبنو په جاني خیلو کې تر یوې یوې میاشتې دمړي شوي تن دجسد سره پرلت کیدو نو هغې ته نه شول تللی ایا دا جرنلزم دی؟

دپاکستاني خبریالانو نه د سید وقاص شاه په نوم کابل ته تللي یو خبریال په ټویټر لیکلي چې په کابل کې یې یو شی ډير په شدت سره محسوس کړو اؤ هغه دا چې اوس جنګي کمانډران،مسلح باډي ګارډان اؤ دتورو ښیښو ګاډي دښارن نه ورک دي اؤ کوم کار چې اشرف غني په شپږو کالو کې نه ؤ کړی هغه طالبانو په شپږو ورځو کې وکړو.

خو وتلی څېړنکار اؤ دپېښور دباچا خان مرکز دکلتوري څانګې مشر ښاغلي خادم حسین بیا هغه ته په ځواب کې لیکلي چې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې هم دتورو ښېښو ګاډي اؤ مسلح باډي ګارډان ګرځي نو ایا دهغوئ دختمولو دپاره به هم د پاکستاني طالبانو امارت ته ضرورت پېښېږي؟

کابل ته دتللو پاکستاني خبریالانو لخوا په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ زیاتره ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې هغوئ دطالب وسله والو سره خبرې کوي اؤ طالبان ډاډ ورکوي چې خلکو سره ښه رویه کوي اؤ امن یې ټینګ کړی دی.

همداشان دوئ دعامو خلکو نه هم پخپلو ویډیوګانو اؤ رپورټونو کې دکابل دامنیت اؤ طالبانو د سلوک په هکله پوښتنې کوي اؤ هغوئ ورته د کابل په امنیت ډاډ ښایي اؤ دطالبانو رویه غوره بولي.

خو خبریال ضیاء الرحمان بیا دا پوښتنې هم دپوښتنې لاندې راولي اؤ په ټویټر لیکي کله چې د وسله والو جنګیالیو په موجودیت کې خبریال د عامو افغانانو نه پوښتنه کوي چې د طالبانو د راتګ نه وروسته تاسې څنګه محسوسوئ نو له ویرې به هغه بې چاره ګان همدا وایي چې سیمه کې امن ټینګ دی اؤ هغوئ ډير خوشحاله دي.

په دې وروستیو کې دپاکستاني میډیا زیاتره خپرونې دافغانستان په هکله وي اؤ دطالبانو ویاندویان اؤ مشران هم دپاکستان د میډيا سره په اردو په ژبه خبرې کوي.

په ټولینزو رسنیو کابل ته دتللو خبریالانو پام دې نکتې ته هم راګرځول شوی چې باید دطالبانو سره دمرکو په مهال له هغوئ وپوښتي چې اردو ژبه دې چرته یاده کړې ده اؤ د کوم ځائ نه دې جنګي روزنه ترلاسه کړې ده ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG