لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو مشران وایي سیمه کې یې دهدفي اؤ عامو خلکو د وژنې لړۍ بیا چټک شوې


د قبایلي ضلعې اورکزو اوسيدونکي وایي په سيمه کې يې بد امني زياته شوې، او د ځايي مشرانو او د عامو خلکو هدفي وژنې یو وارې بیا چټک شوي دي.

ځايي خلک وايي تېرو دوو ورځو کې يې سیمه ییزو چارواکو سره د امن پرځائ کولو د پاره جرګې او احتجاجونه کړي دي۔

د اورکزو پوليس وايي د ځايي مشرانو شل کسيزه جرګه يي جوړه کړي چې لوړپوړو چارواکو سره به خبرې کوي او خپلې غوښتنې به ورته وړاندې کوي۔

د اورکزو سره تعلق لرونکي سياسي او ټولنيز فعال مثل خان اورکزي ډيوه ته وويل په تيرو څو مياشتو کې د اورکزو بر تحصيل ماموزو او علي خېلو کې لس د بدامنۍ پېښې رامينځ ته شوي چې په دې کې امنيتي ځواکونه هم په نخښه شوي او ورسره ځايي مشران او عام خلک هم وژل شوي دي۔

مثل اورکزي وويل څو ورځې وړاندې ملک محمد امين او ملک اخوندزاده فضل مبين هم وژل شوي،

راپورونه وايي ددې مشرانو د وژلو زمه واري داعش په غاړه اخستې وه، ځايي خلک وايي د داعش لخوا نورو مشرانو ته هم د مرګ دړکې ورکړل شوې دي۔

مثل اورکزي وويل د ځايي خلکو صبر تمام شوی دی او د عامو خلکو د وژنو لړۍ نوره د زغملو وړ نه ده۔

د ماموزئ قوم مشر ملک سعيد خان وويل د امنيتي ادارو په موجودیت کې د نامعلومه تنانو لخوا دکېدونکو وژنو او ځورونو مخه دې ونيول شي۔

د اورکزو پوليسو ډيوه ته وويل دوئ د ماموزو او علي خېلو جرګې سره خبرې کړي دي، احتجاجي لړۍ يې ختمه کړې او د دوئ شل کسيزه جرګه يې جوړه کړې چې دا جرګه به اړونده لوړپوړو چاروکو سره خبري کوي۔

پوليسو وويل دوئ او نورې امنيتي ادارې په سيمه کې د امنيت ټينګښت د پاره چمتو دي او په بېلا بېلو پېښو کې ذککړو تنانو د نيولو هڅې روانې دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG