لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په اړه طالبان څه نظر لري؟


په افغانستان کې د طالبانو وياند ویلي، "د جنرل پروېز مشرف سره به دوی څه کوي"، په دغه موضوع اوس ډېر څه ويل نه غواړي خو زياته کړې يې ده "د هېواد نه بهر زمونږ سره ډېرو خلکو بې وفايانې کړي دي".

طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولي او وايي حکومت جوړوي او د پخوانيو حکومتي او سياسي مشرانو سره يې ليدنې روانې دي، طالبانو د ځینو ادارو د مشرانو ټاکلو هم ويلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرون د نهې/سه شنبې په ورځ (24 اګست) په کابل کې خبري غونډه کړې او د هغه نه پوښتنه شوې چې "تاسو د عامې معافۍ اعلان کړی د پاکستان پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف به هم معاف کړئ"؟

دغه پوښتنې ته په ځواب کې مجاهد وويل، "دغه موضوع چې د جنرل مشرف سره به څه کوو دا اوس د بحث لاندې نه نيسو دا زمونږ د هېواد موضوع نه ده د هېواد نه بهر موضوع ده، او زمونږ د هېواد نه بهر ډېرو خلکو زمونږ سره بې وفايانې کړي دي، په هغې به بيا خبرې وکړو".

د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرل پروېز مشرف په کال 1999 کې د هغه د وزیراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په خپله يې د ملک واګې په لاس کې اخستې وې.

د کال 2001 د ستمبر په 11 بيا په امریکا کې ترهګر بريدونه شوي او امريکا له دغو بريدونو وروسته د القاعده پرضد نړیواله جګړه پېل کړې وه.

هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه او د القاعده مشر اسامه بن لادن هم په افغانستان کې وو.

د پروېز مشرف په واکمنۍ کې امریکا د القاعده پرضد عملياتو دپاره پاکستان امریکې ته خپلې هوايي اډې ورکړې وې او د امريکا په عملیاتو کې د طالبانو واکمني ختمه شوې وه.

هغه وخت داسې هم ويل کېده چې پاکستان د طالبانو او القاعده ځينې مشران امريکا ته ورکړي وو.

په دغو مشرانو کې په هغه وخت کې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفير ملا عبدالسلام ضعيف هم شامل وو څوک چې په کال 2002 کې پاکستان امريکې ته ورکړی وو.

پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب امارات يواځيني ملکونه وو چې په افغانستان کې يې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی وو.

وروسته په کال 2008 کې ضعيف په کابل کې خبري ادارو سره په خبرو کې ويلي وو هغه چې امریکې ته ورکړی شوی وو ورسره په پاکستان کې د شپږو مياشتو دپاره په قانوني توګه د پاتې کېدو ويزه هم وه او زياتې کړې يې وه د پاکستان د دغه کار پرضد به د پاکستان د حکومت خلاف په پاکستاني عدالت کې مقدمه درج کوي.

پروېز مشرف د کال 1999 نه تر کال 2008 پورې د پاکستان واکمن پاتې شوی وو، او هغه دا وخت د ملک نه بهر په دوبۍ کې دی.

په کال 2013 کې د پاکستان مسلم ليګ ن حکومت سپريم کورټ ته خط لېږلی وو چې د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف پرضد دې د غدارۍ مقدمه وچلوي.

په 2014 کال کې د مارچ په 31مه نېټه عدالت پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف د پاکستان د آيين ماتولو په مقدمه کې په لويه کچه د غدارۍ مجرم بللی وو، خو مشرف په 2016کال کې د ملا د علاج لپاره دوبۍ ته تللی او د هغې وروسته څو څو وارې د عدالت په غوښتنه هم پاکستان ته نه دی ستون شوی، چې وروسته عدالت هغه اشتهاري ګرځولی وو.

پروېز مشرف په 2007 کال کې د نومبر په دريمه نېټه د پاکستان آيين معطل کړی وو چې له کبله يې عدالت هغه د غدارۍ په مقدمه کې مجرم بللی وو.

د آيين د ځنډولو په سر د غدارۍ د جرم تر څنګ په پخواني صدر پروېز مشرف باندې د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بټو په وژنه کې هم په 2017 کال کې فرد جرم لګول شوی چې پکې عدالت ته د نه وړاندې کېدو په سر پکې مشرف اشتهاري ګرځول شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG