لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي د افغانستان په حالاتو د خبرو دپاره د څلورو هېوادونو سفر کړی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څلورو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمانستان او ايران سفر کړی دی، په داسې حال کې چې طالبانو په 15 اګست کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، قرېشي د 24 نه تر 26 اګست پورې د څلورو هېوادونو په سفر دی.

ويل شوي نوموړی به په دغه سفر کې په افغانستان کې بدلېدونکو حالاتو او دوه اړخيزه اړيکو باندې د څلورو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د يادو هېوادونو سره به قرېشي د افغانستان په حالاتو مشورې او د پاکستان نظر شريک کړي.

پاکستان وايي په دې باوري دی چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان او سيمې د سولې، ثبات او امنيت په لړ کې مهم رول لري او دا مهمه ده چې د ګاونډي هېوادونو د یو بل سره نزدې اړيکې وي چې رامخې ته ننګونې/ چېلنجونو حل کړي.

د طالبانو د کابل نيولو وروسته چې داسې بحثونه تاوده شوي چې کوم ملک به لومړی د طالبانو حکومت په رسميت ومني.

طالبان چې د کلونو راهسې په پاکستان کې پاتې شوي د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر فواد چودري يې په 17 اګست په اسلام اباد کې د مرکزي کابيني د غونډې وروسته ویلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تسليمولو فېصله د سيمې او نړۍ د قوتونو سره په مشوره کوي.

په داسې حال کې چې طالبانو کابل نيولی راپورونه مخې ته راغلي چې طالبانو د افغانستان د جېلونو څخه بنديان خوشي کړي چې پکې د پاکستاني طالبانو په ګډون د القاعده د غړو د خوشي کولو هم ويل شوي وو.

پاکستان ويلي د پاکستاني طالبانو په اړه يې په افغانستان کې د طالبانو سره خبرې هم شوي دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه ویلي د طالبانو نه تمه لري چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

او طالبانو ویلي دريځ يې دی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډي هېوادونو سره د بل یو چا دپاره هم خطر نه جوړيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG