لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په کرونا 85 کسان مړه،امریکې دفایزر ویکسین نور30لکه خوراکونه ورکړل


پاکستان کې د کرونا وایرس له کبله نور 85 کسان مړه شوي دي او د کرونا د څار دولتي اداره وایي چې 4553 نورو کسانو ته هم دا وایرس ورپورې شوي دي.

په عین حال کې په اسلام اباد کې د امریکا دسفارت لخوا جارى شوي بېان کې ویل شوي چې امريکا د کوېکس نړیوال پروګرام لاندې پاکستان ته د کرونا ضد د فايزر وېکسينو نور 30 لکه خوراکونه لېږلي دي.

پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي هغه خلک چې د کرونا ضد ویکسین دلګولو سند ونه لري هغوئ به دسورلیو په ګاډو کې تګ راتګ ته نه پرېږدي.

پاکستان کې د کرونا د څار سرکاري ادارې اېن سي او سي تر مخه په تېرو څلرويشتو ساعتو کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه 7.4 فيصدي پاتې شوې ده او نور 85 کسان په دې رنځ مړه شوي دي.

د کرونا د پیل څخه تر اوسه په دې وايرس پاکستان کې ټول 25,305 کسان مړه شوي او په مجموعي ډول 11 لکه، 40 زره او 411 کسان په دې وبا اخته شوي دي .

خو سرکاري پورټل وايي په دغو کې نور 10 لکه او د 22 زرو نه زيات ناروغان بېرته روغ شوې هم دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د کرونا د وايرس لړۍ په داسې حال کې يو ځل بيا چټک شوې چي په دغه هېواد کې د کرونا د ژغورنې وېکسين هم ورکول کېږي خو زياتره خلک اوس د ویکسينو لګولو نه ډډه کوي.

پاکستان کې د صحت د پارليماني چارو سکتره نوشين حامد وايي چرته چې د کرونا څخه د بچ کېدو په تدابیرو عمل نه کېږي هلته په مثبتو پېښو کې اضافه ليدل کېږي.

د زيارت په ورځ د شخصي ټي وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې هغې وویل په کومو ښارونو کې چې د کرونا د مثبتو پېښو کچه نه کمېږي هلته به بندېزونه دوام لري.

هغه وايي خلک به تر هغې دسورلیو ګاډي یا پبلک ټرانسپورټ نه شي کارولی او دفترونو او اولسي ځاېونو ته به نه پرېښودل کېږي تر څو چې هغوئ د کورونا ضد سند ونه لري.

اخوا د پنجاب د روغتیایي چارو وزېرې ېاسمين راشد نن د زيارت په ورځ لاهور کې مطبوعاتو سره خبرو کې په خلکو غږ کړی چې د کرونا ضد ویکسين چې حکومت یې وړيا ورکوي ولګوي.

هغه وايي دوئ هڅه کوي چې د روان کال د دسمبر پورې د صوبې 70 فيصدي خلکو ته د کرونا ضد ویکسین ولګوي چې داسې د کرونا ضد مدافعت په جوړیدلو ملک ددې وبا نه خلاص شي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې يو بل ډاکټر د کرونا وبا له کبله ژوند بېللی دی چې ورسره په دغه صوبه کې ددې وبا له امله د مړو شوو ډاکټرانو شمیر 70 ته رسېدلی دی.

خېبرپښتونخوا کې د صحت عامې دڅانګې ډایریکټر ډاکتر اکرام ډيوه سره خبرو کې وايي په تېرو څلېريشت ساعتو کې د کرونا وایرس له کبله نور شل کسان مړه شوي او دا وخت صوبه کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه 6.3 فيصدى ده.

دې وايي تر اوسه خېبرپښتونخوا کې ټول 72 لکو خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او 19 لکه کسان په کې داسې دي چا چې دويم ډوز یا خوراک لګولی دی.

اخوا په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت لخوا په ټوېټر جاري شوي بېان کې ویل شوي چې امریکا د کوېکس د نړیوال پروګرام لاندې پاکستان ته د کرونا ضد فاېزر ویکسين نور 30 لکه خوراکونو ورکړي دي.

رويټرز خبري اژانس وايي دې سره پاکستان ته د ورکړی شوؤ کرونا ضد واکسینو د خوراکونو شمېره 85 لکو ته رسېدلې ده.

د شمېرو له مخې د پاکستان په 22 کروړه ابادۍ کې تر اوسه پورې يوازې 6.2 فيصدي خلکو ته د کرونا ضد مکمل ویکسين لګول شوې دي.

XS
SM
MD
LG