لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اپوزیشن ګوندونو دافغانستان په اړه دځانګړې پارلیماني غونډې رابللو غوښتنه کړې


پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور لګوي چې ټوله نړۍ کې د افغانستان په حالاتو بحث کيږي خو د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې اړه دپارليمان دغوڼډې رابللو نه ډډه کړې چې پکې وزيراعظم دمخالفه ډلو دغړو انديښنو ته ځوابونه ورکړي.

بل اړخ ته د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قيصر وايي د راتلونکي ستمبر مياشتې وړومبۍ اوونۍ کې دافغانستان په معامله دپارليمان شريکه ځانګړې غونډه رابلل کيدلى شي.

په عین حال کې دپخواني وزير اعظم نواز شريف په مشرى کې د مسلم ليګ نواز ګوند دمرکزي ليډرانو غونډه کې د افغانستان په حالاتو بحث شوی دی.

د پاکستان تر ټولو ستر حکومت مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند له خوا خپره شوې اعلاميه کې د افغان طالبانو د نورو ډلو سره دخبرو اترو ستاينه شوې ده.

اعلاميه وايي مسلم ليګ نواز ګوند دافغانستان دخپلواکۍ درناوى کوي او غواړي چې افغان ولس پرته له کوم بهرني فشار پخپل سر پريکړې وکړي.

دې غونډه کې شريک د ګوند يو مرکزي ليډر پرويز رشيد وي او ای ډيوه ته وويل پاکستان او افغانستان ګاونډي هيوادونه دي او بيا افغانستان خپل ګاونډ هم لري ځکه مسلم ليګ نواز ګوند په دې باور دی چې د يو هيواد خاوره دې د بل کوم يو هيواد په ضد ونه کارول شي.

دمسلم ليګ نواز ګوند اعلاميه زياتوي ټوله نړۍ کې د افغانستان په حالاتو بحث کيږي خو دپاکستان مرکزي حکومت لا تر اوسه په دې اړه دپارليمان دغونډې رابللو نه ډډه کوي.

هم د تيرې چهار شنبې په ورځ د پاکستان دقامي اسمبلۍ د باندنيو چارو دکميټې غونډې افغانستان کې زر تر زره دنوي حکومت په جوړولو ټينګار کړی دى.

دې غونډه کې شريک دبل لویې حکومت مخالفه پيپلز ګوند پارليماني غړي نعمان اسلم شيخ وي او ای ډيوه سره خبرو کې تکرار کړې چې دوئ غواړي دپارلپمان غونډه را وبلل شي چې پکې وزير اعظم عمران خان او د باندنيو چارو وزير د افغانستان په اړه د دوئ انديښنو ته ځوابونه ورکړي.

د تيرې میاشتې جولایي په وړومبۍ نيټه د پاکستان پوځي قيادت د افغانستان په معامله د پارلپمان دقامي سلامتيا دکميټۍ غونډې ته دافغانستان په اړه احوال تیر کړی ؤ.

دقامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قیصر وايي حکومت د راتلونکي ستمبر مياشتې وړومبۍ اوونۍ کې دپارلمان شريکه غونډه يا دمخالفو ګوندونو په سلا د تړلو دروازو تر شا دقامي سلامتيا دکميټې بله غونډه رابللى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG