لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کانګرس له بایډنه وغوښتل د خپلې نړیوالې رسنۍ افغان خبریالان دې را وباسي


واشنګټن ـــ د امریکې د کانګرس د دواړو پارلمانونو یو شمېر غړو ولسمشر جوبایډن ته یو لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې ډېر ژر له افغانستانه د امریکې د رسنیو د نړیوالې ادارې یو ایس اې جي ایم پاته خبریالان او د هغوی د کورنیو غړي له هېواده را وباسي.

د امریکا د رسنیو نړیواله اداره یوه خپلواکه فېډرل اداره ده چې پکې وي او اې، د ازاد یورپ یا ازادي رېډیو، رېډیو فري اېشیا او څو نورې خبري رسنۍ شاملې دي‌ او په نړۍ کې د ازادو مطبوعاتو د اصولو ملاتړ کوي.

یو شمېر افغان خبریالان وايي د دوی ژوند له خطر سره مخ دی او غواړي د حالاتو تر ښه کېدو له افغانستانه و ایستل شي، خو وایي تر اوسه د دوی غوښتنو ته په ملي او نړیواله کچه چا مثبت جواب نه دی ویلی.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر مخته ګڼ شمېر افغان خبریالان را غونډ شوي وو او په یو پرېکړه لیک کې یې له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه وکړه.

په هغه لیک کې چې د امریکې د سېنټ او استازو اېوانونو یو شمېر غړو لاسلیک کړی د زرګونو امریکایي وګړو، د درېیمو هېوادونو د وګړو او له خطر سره د مخ افغانانو د خوندي ایستلو په اړه د امریکې د حکومتي هڅو مننه شوې ده.

د ګانګرس غړو په دې لیک کې ویلي، دا ورته جوته شوې چې حکومت له نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ جرنل سره په نیژدې اړیکه کې هڅه کوي د هغوی ټول 204 کارکوونکي په خوندي شکل له افغانستانه وباسي.

په دې لیک کې ولسمشر بایډن ته ویل شوي "ځکه پر تاسې تینګار کوو چې د یو ایس اې جي ایم 550 کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي له هغو خبریالانو جلا نه دي چې تاسې یې د خوندي ایستلو لپاره هڅه کړې ده."

په لیک کې ویل شوي، دا هغه نارینه او ښځې دي چې د امریکې او افغانستان د خلکو په استازيتوب یې د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ لپاره کار کړی دی.

په لیک کې لیکل شوي، هغوی د امریکې له حکومت سره د همکارۍ له کبله د طالبانو له خوا له خطر سره مخ وو او مخ کېدای شي "هغوی باید په خوندي شکل راوایستل شي" او له تاسې غواړو چې د هغوی خوندي راتګ باوري کړئ.

په کابل کې طلوع نیوز وایي طالبانو نن د دوی یو خبریال او کېمره مېن وهلي ټکولي دي. د دې ادارې خبریال زیار یاد وایي، دوی نن پر یو رپوټ کار کاوه چې طالبانو ترې موبایل او کېمره واخیستله او د توپک په کونداغونو یې ووهل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې وړاندې خبري غونډې ته ویلي وو، د بیان پر ازادۍ باور لري خو پر دې پېښه یې لا څه نه دي ویلي.

د امریکې ولسمشر جوبایډن ته دغه لیک په داسې حال کې استول کیږي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن پرون یوې خبري غونډه ته وویل هڅې یې روانې دي د اګست تر 31مې وروسته به هم هغه ټول خلک له افغانستانه را باسي چې په خطر کې دي را را وتل غواړي.

نوموړي وویل طالبان غواړي چې د کابل هوایي ډګر خلاص وي او وایي ژمنه یې کړې ټولو هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستانه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې په تېرو لسو ورځو کې له افغانستانه 82,300 کسان را ایستل شوي دي، وایي یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې 19000 کسان له دې هېواده ایستل شوي دي.

د امریکې د رسنیو نړیواله اداره په پراخ ډول د حقایقو د بیان د څرګندولو لپاره جوړه شوې، په خاص ډول هغو کسانو ته چې خبرونو ته لاسرسی نه لري او یا هم محدود دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG