لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:بریدونو کې دامنیتي چارواکو په ګډون۱۱کسان وژل شوي،۷ ژوبل


دافغانستان سره په پوله پروت دپاکستان کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان کې دڅلېریشتو ساعتو په مهال چاودنه اؤ بیلابیلو بریدونو کې دامنتیي چارواکو اؤ سرتیرو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او اووه ټپيان دي.

په ۱۵م اګست په کابل دطالبانو له قبضې وروسته دپاکستان بیلابیلو سیمو کې یو ځل بیا په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ پاکستاني چارواکو له وړاندې څخه منلې وه چې که افغانستان کې حالات خرابیږي نو پاکستان به یې هم داغېزو لاندې راځي.


دبلوچستان د ﺯياﺭت ضلعې د ليویز ځواکونو د تحصليداﺭ “نوﺭ احمد منلې چې په مانګي ډېم سيمه کې د ليويز ځواک موټر باندې بمي چاودنه شوې چې پکې دﺭې تنه د ليويز چاﺭواکي وژل شوي دي ,

په وژل شوو کې د ﺯياﺭت د ليويز رسالداﺭ مېجر محمد ﺯمان, مرستیال ﺭسالداﺭ مدثر او سپاهي ﺯين الله شامل دي.

وي او ای ډيوه سرہ په خبرو کې تحصليداﺭ وويل چې تيرہ شپه د نامعلومو وسله والو له لوﺭي د مانګي ډيم څلوﺭکاﺭکوونکي تښتول شوي وؤ چې وﺭوسته هغوئ دوه مزدوﺭان خلاص کړي او دوه تنه لا هم له تښتوونکو سره وؤ چې ايف سي او ليويز د تښتوونکو په لټون کې دمانګي ډيم له سيمې تیرېدہ چي د سړک غاړې ته په ښخ کړل شوي بم باندې د ليويز ځواک موټر په نخښه شوی.

هغه وایي د ليويز ځواک ټپي سر تیري د نوﺭې دﺭملني لپاﺭه له ﺯياﺭت هسپتال څخه کوټې ته لېږدول شوي دي.

د يادې پېښې ذمه واﺭي تر دې دمه کوم تنظيم پغاړه نه ده اخستې.

د بلوچستان د داخله چاﺭو وﺯير مير ضيا لانګو ياده پېښه غندلې او د پېښې رپورټ یې طلب کړ‎ی دی.

هغه ویلي چې ملک د دښمنه قوتونه په منظمه توګه په بلوچستان ایالت کې ترھګري کوي.

بل لوﺭي ته دبلوچستان په پنجګوﺭ سيمه کې د ايف سي ځواک پر سرتیرو د دوؤ بریدونو ﺭپوﺭټونه مخې ته راغلي دي, چې په دواړو پېښو کې د ايف سي ځواک د یوہ سرتیري د وژل کېدو او د دﺭیوؤ نورو سرتیرو د ټپي کېدو ويل کېږي.

په يادو پېښو کې د وژل شوي يا د ټپي شوؤ دشمیرو د ﺭپوﺭټونو په اﺯاده توګه تصديق نه دی شوی،خو د پنجګوﺭ د لیویز ځواک يوه چاﺭواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وويل

" د پنجګوﺭ او د تربت تر ميان د ګواﺭکو بالکتر په سيمه کې چاودنه شوې ده خو دا موږ ته هم نه ده معلومه چې په دې کې د ايف سي يا فرینټیر کوﺭ څو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده "

ددې پېښې ذمه واﺭي هم کوم تنظيم د ﺭپوﺭټ د جوړولو تر وخته نه ده منلې.

وي او ای ډيو په دې اړ‎ہ دبلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو او د ایالتي حکومت له ویاند لیاقت شاھواني سرہ دتماس نیولو هڅه وکړه خو کامیابه نه شوه.

تر دې وړاندې په بلوچستان کې د ترهګرۍ د مخنيوي اداﺭې سي ټي ډي په خپله يوه خبر پاڼه کې دعوه کړې چې د بلوچستان په ضلع لورلایي کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د ادارې د ویاند له لوﺭي دعوہ شوې چې په سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه د استخباراتي راپورونو پر اساس يې عملیات ترسره کړي.

وايي سي ټي ډي له نورو امنیتي ځواکونو سره یوځای هغه وداني محاصره کړه چې ترهګرو د پټنځائ په توګه کاروله۔

په بيان کې ليکل شوي چې ځواکونو له وسلوالو و وغوښتل چې تسلیم شي خو دوئ ډزې پیل کړې او په ځواب کې امنیتي ځواکونو هم سمدستي ډزې وکړې چې په پایله کې یې اووه وسله وال وژلي دي .

د وژل شوو کسانو شناخت نه دی څرګند کړ‎ل شوی خو ويل شوي چې ياد کسان له کلعدم تنظيم سرہ تړاو لري۔

دا پېښې په داسې حال کې رامخې ته شوي چې په ۱۵م اګست دبلوچستان سره په پوله پروت دپاکستان ګاونډي هیواد افغانستان کې طالبانو په پلازمینه کابل اؤ ۳۳ ولایتونو قبضه کړې ده.

پاکستان کې څېړونکي اندېښنې ښایي چې که افغانستان کې یو ځل بیا طالبان په حکومت قابض شي نو په پاکستان کې به هم ورسره تندروه ډلې یو ځل بیا متحرک شي اؤ دامنیت وضعه به ورسره خرابه شي.

دپاکستان حکومت هم منلې چې دافغانستان دخرابې امنیتي وضعې بدې اغېزې به دپاکستان په ګډون په ټوله سیمه کیږي خو پاکستاني چارواکي بیا هم په کابل دطالبانو دقبضې غندنه نه کوي اؤ وایي طالبانو ته د ولس ملاتړ ترلاسه دي.

خو نړیوال مطبوعات اؤ پخپله پاکستاني څېړونکي پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي چې دپاکستان له مرستې پرته طالبانو افغانستان کې خپلې پنجې نه شوې ټینګولی .

پاکستان بیا دا تورونه په سخته ردوي اؤ وایي افغانستان کې دسولې اؤ ثبات غرضي دی

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG