د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا صوبې په کوز دير ضلع کې د افغانستان د لوري په ترهګر برید کې يو پوځي حوالدار وژل شوی او په ځوابي ډزو کې هم بيا يو ترهګر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان سرکاري میډيا د پوځ له قوله ویلي، د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه کې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې دغه پېښه شوې ده.
ويل شوي د ترهګرو په بريد کې حوالدار ګل امير چې تعلق يې د خېبرپښتونخوا د لکي مروت سيمې سره وو، وژل شوی دی.
پوځ ويلي په ځوابي ډزو کې یو ترهګر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي، خو په دغه اړوند نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.
د افغانستان سره په پوله د پاکستان په قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په وروستیو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او زياتره پکې امنيتي سرتيري په هدف کيږي.
پرون د زيارت/پنجشنبې په ورځ (26 اګست) د بلوچستان صوبې په زیارت او پنجګور سيمو کې دوه پېښې شوي او څلور سرتيري پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د دغو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې ده.
په داسې حال کې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زياتره برخې نيولي او د مې د مياشتې نه چې امریکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان څخه وتل پېل شوي وو طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی وو.
د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي د افغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل د افغانستان د حالاتو سره تړلي دي.