لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د چلغوزې د فصل دپاره د سيدګي قوم احتجاجي پرلت په درېمه ورځ دوام لري


د وزيرستان د چلغوزې غر
د وزيرستان د چلغوزې غر

د شمالي وزیرستان شوال تحصیل سیدګي قام سره تړاو لرونکي خلک نن په درېمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي او غوښتته کوي چې د چلغوزو د فصل پوخ شوی او دوی ته دې علاقې ته د پرېښودواجازت ورکړی شي چې د چلغوزې فصل سمبال کړي.

انتظامیه وایي د احتجاج کوونکو سره په رابطه کې دي مذاکرات روان دي خو کامیاب شوي نه دي.

دوی د ضلعې مرکز میرانشاه کې د سرحدي عسکرو قلعې یا کېمپ مخې ته پرلت پېل کړی چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک ګډون لري، دوی وايي د تیرو اووه کالو نه بې کوره دي او خپلې علاقې نه لري د افغانستان په ګډون د هیواد په بیلابيلو سیمو کې د کډوالۍ په ژوند تیرولو مجبور دي او په دې کډوالۍ کې ورسره مرستې نه کيږي، علاقې ته نه پرېښودل کيږي چې خپل فصلونه واخلي او مشکلات پرې يو څه راکم کړي.

د احتجاج یو مشر ګل بت خان وویل د دوی په سیمه کې د کروړونو روپو چلغوزه په قدرتي کچه پیدا کیږي چې د دوی د معاش یوه مهمه او یواځينۍ سرچینه ده.

هغه وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را په دې خواه دوی ته اجازه نه ورکړل کیږي چې د چلغوزې فصل واخلي او په دې کډوالۍ کې خپل مشکلات راټیټ کړي.

هغه زیاته کړه د دوی د انتظامیه سره بیا بیا په دې اړوند جرګې کړي د دوی سره هر کال چلغوزې ته د پریښولو ژمنه کیږي خو چې کله وخت راشي بیا اجازت نه ورکول کیږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل تر څو د دوی سره پخه ژمنه نه وي شوي دا احتجاجي پرلت به روان وي.

ځايي خبريالان وايي دا احتجاجي پرلت د اېف سي کیمپ چرته چې د انتظامیه دفترونو او ضلعې مرکزي روغتون سره د پوځ افسرانو ودانې هم شتون لري دې قلعه ته غځیدلې سړک هم د احتجاج له امله بند شوی دی.

یو بل تن شکیم خان وویل دا چلغوزه د دوی اييني او قانونی حق دی چې هر کال له دوی څخه تروړل کیږی

هغه وویل د تیرو اووه کالو نه بې کوره دي زرګونو کورنۍ یې په افغانستان کې دي. دوی پوره کال په قرض د ضرورت څيزونه اخلي او په دې کډوالۍ کې د دوی سره هیڅ مرستې هم نه کیږی هغه وویل مجبور شوي دي چې احتجاجي پرلت یې پېل کړې. او که دغلته د دوی په غوښتنه عمل نه کیږي بیا به دوی اسلام اباد ته د دې لپاره احتجاج کوي چې ملګري ملتونه خبر کړي چې د دوی نه خپل حقونه تروړل کیږي.

وي او اې په دې اړوند د انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د انتظاميې يو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دې احتجاج کونکو سره انتظامی چارواکو لیدلي د دوی خبرې اورېدل شوي او باور ورکړی شوی چې په دې څو ورځو کې به دوی ته اجازه ورکړل شي.

هغه وویل شوال د افغانستان پولې سره جوخته پرته علاقه ده او د امنیت چارې يې د پوځ په لاس کې دي او چې کومې علاقې پوځ دوی ته په ګوته کړي هغو ته اجازه ورکړل کیږي چې پکې ځینو علاقو ته اجازه ورکړی شوې ده.

هغه زیاته کړه امنیتي د سرتیرو سره يې رابطه روانه ده او سېدګي قوم ته به هم اجازه ورکړی شي خو د احتجاج یو بل ګډونوال میر عباس وايي چلغوزه پخه شوې او چې څومره ناوخته کیږي دا فصل ضایع کوي چې د دوی د نقصان سبب ګرځي.

د چلغوزې کاروبار کوونکي او حکومتي چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې نزدې یو لک نه یو نیم لک منه چلغوزي په قدرتي کچه پیدا کیږي او یو من چلغوزي نزدې 1500 ډالر بیه لري.

په شمالي وزيرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو په ضد ضرب عضب په نوم پوځي عمليات پېل شوي چې له امله يې د سيمې اوسېدونکي کډه شوي وو.

پاکستاني چارواکي وايي د عملیاتو وروسته شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پناه ځایونه ختم کړی شوي دي او په سیمه کې یې امنیت پرځای کړی دی.

خو د شوال اوسېدونکي اوس هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي، د کډوالۍ ژوند تېروي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG