لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکابل برید،ایا داعش به راتلونکي کې پاکستان دپاره هم یو لویې خطر جوړ شي؟


څيړونکي وایي د افغانستان او پاکستان امنيت د يو بل سره تړلي دي، او تېره شپه په افغانستان کې په هوایي ډګر دداعش بريد د دغه ډلې په حواله پاکستان کې هم اندېښنې سېوا کړي دي۔

څيړونکي وايي ښکاري چې داعش په راتلونکي کې د پاکستان، افغانستان او نورو ګاونډي هېوادونو د پاره لويې خطر جوړ شي۔

څو ورځې وړاندې په قبایلي ضلعه اورکزئ کې داعش د دوؤ ځايي مشرانو د وژنې ذمه واري په غاړه اخستې وه.

دغسې روان کال د جنورۍ په مياشت کې د بلوچستان په کویټه کې شيعه مسلک سره تړاؤ لرونکي دکویلې کان کې ۱۱ کارکونکي وژل شوي وؤ چې ذمه واري يي داعش په غاړه اخستې وه۔

ددې ترڅنګ په پېښور کې په مدرسه دبريد او باجوړ کې هم وخت په وخت دشوؤ هدفي وژنو پړه دغه ترهګرې ډلې پغاړه اخستې ده.

د پېښور پوهنتون دسيمه ايزو چارو د مطالعاتو دڅانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي په افغانستان کې دداعش لخوا دتېرې ورځې د بريد روستو ښکاري چې دا په پاکستان او نورو هېوادونو هم اغېز ولري۔

څيړونکي وايي داعش يا ایي ايس په کال ۲۰۱۵م کې د داعش خراسان په نوم د نوې ډلې اعلان وکړو چې په افغانستان او دپاکستان قبایلي ضلعو کې فعاليتونه لري۔

د سنټر پار سټريټجک اېنډ انټرنېشنل سټډي نومې ادارې دشمېرو ترمخه د کال ۲۰۱۷م پورې داعش په پاکستان او افغانستان کې د سلو نه دزياتو بريدونو پړه پغاړه اخستې وه او د امريکي، افغانستان او پاکستان ځواکونو سره يې په دغه موده کې دوه نيم سوه پورې حملې رپورټ شوې وې۔

څيړونکې او خبريال حق نواز وايي د طالبانو لخوا د کابل نيولو نه وروسته چې هغوئ دجيلونو نه کوم قيديان خوشې کړي وو په هغې کې د رپوټونو ترمخه د داعش غړي هم شامل وو چې اثرات به يي په راتلونکي وخت کې نور هم مخې ته راځي۔

د سنټر پار سټريټجک اېنډ انټرنېشنل سټډي نومې ادارې ترمخه په کال ۲۰۱۴م کې د پاکستاني طالبانو نه جلا شوی حافظ سعيد خان د داعش خراسان مشر وټاکل شو او کال ۲۰۱۶م پورې دحافظ سعيد په ګډون درې مشران يې د امريکا ډرون بريدونو کې ووژل شو۔

ددغه ادارې د رپورټ ترمخه په وړومبي سر کې دداعش خراسان د غړو شمېر د درېوؤ نه څلورو زرو پورې ؤ خو کال ۲۰۱۸م کې دغه شمیر د شپږو نه اتوؤ سوو پورې راکم شوی ؤ۔

څيړونکی او د اسلام اباد داسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو دڅانګې مشر ډاکټر منظور اپريدی وايي ددغسې تنظيمونو پياوړي کيدل د دواړو هېوادونو په نقصان دي۔

په اوولسم اګست د پاکستان د داخله چارو وزير شيخ رشيد ويلي وؤ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د داعش خلک د پاکستان پولې ته څېرمه د ننګرهار اؤ نورستان په غره ييزه سيمو کې دي.

د (جيو ټي وي) سره په خبرو کې شېخ رشيد وویلي وؤ، د ټي ټي پي او داعش په اړوند په افغانستان کې د طالبانو سره په رابطه کې یو، او هڅه کوؤ چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره ونه کاروي او پاکستان طالبانو ته ويلي چې پاکستان به هم کومه لاس وهنه نه کوي.

دې ترڅنګ پاکستاني چارواکو په روستيو کې وويلي وؤ د افغانستان سره په پوله یې د امنيت ذمه وارۍ فوځ ته سپارلي او د پولې واک يې د پوليسو او مليشې عسکرو نه پاکستاني فوځ ته ورکړی دی۔

XS
SM
MD
LG