لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل بریدونو کې د وژل شوؤ شمیره ۸۵ؤ ته رسېدلې ده


دکابل هوایي ډګر ترڅنګ تیره ورځ شوؤ دوؤ ځانمرګي بریدونو کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۸۵ؤ ته رسېدلې ده اؤ تر۱۰۰ زیات کسان په دې بریدونو کې ژوبل شوي هم دي.

داعش ددې بریدونو پړه پغاړه اخستې ده اؤ خبري شبکه رائټرز وایي بریدونو کې ۱۳ امریکایي سرتیري هم وژل شوي اؤ ۱۸نور زخمیان دي.

همدا شاه د۷۲ ملکي افغان وګړو د وژل کیدو ترڅنګ طالبان وایي دهغوئ ۲۸ وسله وال هم دې بریدونو کې وژل شوي دي.

په عین حال کې دکابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د نورو بریدونو اندېښنې هم ښودل کیږي چې له امله یې اسټریلیا اؤ نیوزي لیند کابل نه دخلکو د ویستلو لړۍ تم کړې ده.

د وي ای ای د رپورټ‌ له مخې کابل هوایي ډګر ته غځیدلې لارې تړل شوي اؤ د هیواد نه وتلو په هېله دغلته راټول شوي په زرګونو افغانان دساحې څخه ویستل شوي دي.

ددې بریدونو نه وروسته دامریکې صدر جوبایډن ویلي وؤ چې داعش خراسان ډله په کابل هوایي ډګر دشوؤ بریدونو مسوله ده اؤ دا ډله به خپل انجام ته رسول کیږي.

د رایټر خبري شبکې له مخې داعش دامریکې ترڅنګ دطالبانو هم دښمن تنظم دی چاچې خپل یو بیان کې په کابل دبریدونو مسولیت پغاړه اختی اؤ ویلي یې دي چې د دوئ یو ځانمرګي تن دامریکایي پوځ ویاندویان اؤ مرستیالان په نخښه کړي دي.

دامریکې دپوځ مشر جنرل فرینک میکنزي دداعش له لوري د نورو بریدونو اندېښنه هم ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي چې امریکایي کمانډویان دهر رقم ګامونو مخې ته بیدار ولاړ دي.

هغه اندېښنه ښکاره کړې چې په کابل هوایي ډګر د راکټونو یا چاودیدونکو موادو څخه د ډکو ګاډو په وسیله بل برید هم کیدای شي.

(د وي او ای اردو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG