لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه له افغانستان څخه د نیم میلیون کډوالو وتلو ته تیاری نیسي


واشنګټن - د ملګروملتونو ادارو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د لکونو افغان کډوالو څپې ته د تیاري لپاره د نېږدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې.

د ملګروملتونو د کډوالو اداره او شریکان یې پلان لري چې تر ۵۱۵۰۰۰ بې ځایه شویو افغانانو لپاره چې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي تیاری ونیسي.‌

د یو ان اچ سي ار لویې کمېشنرې کېلې کلېمنټ وویل، چې په سیمه کې له کوربه حکومتونو سره مالي او د موادو مرستې روانې دي تر څو د کډوالو بهیر ته تیاری ونیسي.

هغې دا هم وویل، چې له کورنیو چارواکو سره په دې خبرې کوي چې بشري مرستې زیاتې کړي.

خبر زیاتوي، زیاتې مرستې به ایران او پاکستان ته ځي ځکه په دغو هېوادونو کې مخکې له مخکې څخه ۲.۲ میلیونه افغانان د لسیزو راهیسې ژوند کوي.

کلېمنټ وړاندې وویل، "زیات او بیړنۍ پیسې به مونږ ته اجازه راکړي بنیادي مرستندویه توکي تنظیم او د بیړنیو مرستو لپاره تیار اوسو. د کورونا د اوسني حالت له امله په ځانګړې توګه په ایران کې له مونږ څخه لویه غوښتنه د روغتیا په برخه کې ده. دا مهمه ده چې هم کډوال او هم کوربانه وژغورل شي او واکسین ټولو ته ورسول شي.

غوښتل شوې پیسې به یولس د ملګروملتونو او انجیوګانو ادارو ته ورکړل شي تر څو پرې د دې کال تر پایه پورې کډوالو ته بشري مرستې ورسوي.

یادې ادارې به کډوالو ته خواړه، سرپنا، روغتیايي مرستې، تعلیم، او نورې اړینې بشري مرستې برابروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG