لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اڅکزی: د پاکستان، ايران او چين زمه واري ده چې د افغانستان حاکميت ومني او دا سيمه بيا د جګړې مېدان جوړ نه شي


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتون ملت پاله ګوند مشر محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه وويل، "د پاکستان، ايران او چين او ورسره د افغانستان د عقل امتحان دی چې څنګه دا ټوله سيمه يو ځل بيا د څاربه سنډګانو د جګړې مېدان جوړ نه شي، بيا به څه هم پاتې نه شي او په دې کې زیاته زمه واري د پاکستان او ايران ده".

په کوټه کې خبري غونډې ته په وېنا کې محمود خان اڅکزي وويل، "پاکستان او ايران له به په هر قيمت د افغانستان د استقلال خيال ساتل وي بلکې په بچ کېدو کې به يې د افغانستان مرسته کوي چې ژوبل افغانستان د يو خودمختاره افغانستان شکل کې راپورته شي، او چين ځکه چې د چين پرضد هم د جګړې ډمامه غږيږي. د ايران، پاکستان او چين پرضد هم ارادې ښې نه دي".

ښاغلي اڅکزي زياته کړه، د پاکستان "جرنېلان نه شي کولی چې دا حالات سمبال کړي، مونږ د پاکستان خودمختاري غواړو، پکار وه چې په پاکستان کې غټه غونډه رابلل شوی وی او ټول خلک چې پکې جرنېلانيان، ججان، سياسيان او صحافیان او ټول راغوښتل شوی وی چې د دې حالاتو څنګه مقابله وشي او لومړی کار دا پکار وو چې جرنېلان دې د ايين د بحالۍ اعلان وکړي، ايين معطل دی ايين بې کاره دی، د يو اييني پاکستان د بیا جوړونې دپاره دې مزاکرات وشي او نړۍ ته ويل شوی وی چې مونږ د جمهوري پاکستان د تشکيل دپاره وعده کوو، بيا مونږ پاکستان بچ کولی شو".

نوموړي ټینګار وکړو، "ايران، چين او پاکستان دې په ګډه د افغانستان د حاکميت ضمانت ورکړي په نړۍ دې زور راوړي او د افغانستان تشکيل نو دې وکړي او بيا دې دا درې واړه هېوادونه کښېني او د ځان د خلاصولو دپاره پاليسي جوړه کړي".

هغه وويل "طالبان دې هم مهرباني وکړي، پاکستان او د طالبانو دوستان او نړيوال دې بېن الافغاني مزاکرات وکړي چې ټول افغانان پکې شامل وي، د هغو مرضي ده خو د یو څه وخت دپاره دې يو موقتي حکومت جوړ کړي يا وخت دې ورکړي او د نړۍ په طريقه دې انتخابات وشي که څوک هم منتخب کيږي".

محمود خان اڅکزي وویل، "پښتونخوا ملي عوامي پارټي دا خطره محسوسوي چې که غلطي وشوه بيا به مو خدای ونه بخښي د پاکستان، ايران او چين په اړه د خلکو څه ارادې دي، کوم تورونه چې په مونږ دي د هغې کفاره دې وکړی شي او که غلطي وشوه نو هغه به بهانه جوړه شي او بیا به دا سيمه پاتې نه شي خلک به هيروشيما او ناګاساکي هېر کړي ټوله دنيا به وسوځي او دا ټوله زمه واري د پاکستان او ايران او ورسره د طالبانو هم ده".

نوموړي زياته کړه "که د دنيا دا خيال وي چې يو ځل بيا افغانستان او دا سيمه د جنګ مېدان جوړوي نو بيا د پاکستان، ايران او چین دا زمه واري جوړيږي چې يوه لاره جوړه کړي او د افغانستان حاکميت ومني".

د افغانستان څخه د خلکو کډوال کېدو او پاکستان پله راتلو په اړه نوموړي وویل په افغانستان کې جګړه ده خلک د مشکلاتو سره مخ دي خلکو ته دې لار ورکړی شي.

محمود خان اڅکزي وويل، روس او ملګري يې، امريکا او ملګري يې ټول د افغانستان د بربادۍ زمه وار دي ځکه چې په افغانستان کې ټولې وسلې وکارول شوې، د افغانستان د بيا رغولو زمه واري د امريکا او د ملګرو يې وه خو هغه کار دوی ونه کړو.

نوموړي وويل، "امریکايانو د افغان حکومت سره دا زياتی وکړو چې په افغانستان کې جنګيالو ویل چې د امریکا سره جنګيږي، امریکې د افغانستان حکومت په ځای پرېښود او د طالبانو سره يې نېغ مزاکرات وکړه"، اڅکزي وويل، "د امریکا مزاکرات کول ماتې تسليمول دي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG