لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت په سکولونو کې د اتو لکو ماشومانو د داخلې کمپېن پیل کړی


د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکئ وايي حکومت په صوبه کې د سکولونو نه دبهر ماشومانو سکولونو ته د لیږلو کمپېن پېل کړی دی او ټاکل شوې ده چې اته لکه ماشومان به سکولونو کې داخلولی شي.

خو څيړونکي وايي صوبایې حکومت هرکال د داخلې کمپېن چلوي خو تراوسه بريالي نه شو چې ټول ماشومان سکولونو ته دننه کړي۔

د تعليم وزير شهرام خان ترکئ وايي صوبه کې به دا کمپېن تر پينځلسم ستمبر روان وي او دوئ به بشپړه هڅه کوي چې ټاکل شوی هدف ترلاسه کړي۔

دماشومانو سکولونو ته دننویستو دکمپین په اړه پېښور کې راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې شهرام خان ترکۍ وویل "نزدې اتلس لکه ماشومان په صوبه کې د سکولونو نه بهر دي، او د حکومت په توګه دا زمونږ ذمه واري ده چې دا ماشومان سکولونو ته راولو "

دهغه په وینا "د ورځې څلور پينځه ساعته سکول کې تيرول د ماشوم ژوند بدلولی شي او که داسې ونه شي او واړه بې تعليمه لویې شي ذمه واري به په مونږ او مور و پلار وي او دې ماشومانو ته به عملي ژوند په معياري توګه تيرول ګران شي"

په خېبر پښتونخوا کې هر کال دغسې د سکولونو ته دماشومانو دننویستو مهم چلول کيږي او هر کال نزدې هم د دومره ماشومانو د داخلو هدف ټاکل کيږي خو دا چې ولې تراوسه ټول ماشومان تعليم پله رانه وستی شول؟ په دې اړه د تعليم د پاره کارکوونکی عمر اورکزی وایي په موجوده تعليمي نظام کې ډېرې نيمګړتياوې دي ،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل په خېبر پښتونخوا کې ۲۷ لکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، په دې کې ۷۵ فيصده سکولونو ته دتګ دعم جينکۍ په قبایلي ضلعو کې د تعليم نه بې برخې دي،

هغه وایي ددې ترڅنګ په قبایلي ضلعو کې د ۱۴زره استاذانو کمی دی چې زيات ضرورت پکې د ښځینه استاذانو دی،

د استاذانو د کمي په اړه د تعليم وزير شهرام خان ترکۍ وويل دوئ په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې درويشت زره نوي استاذان بهرتي کوي، په سکولونو کې د دويم شفټ د زده کړو لړۍ پېل کوي، ماشومانو ته د وظيفو ورکولو پروګرامونه لري او وايي دې اقداماتو سره خوشبينه دی چې ډير ماشومان سکولونو ته کښیني

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG