لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهغې خپل مړي نه ښخوؤ چې ایف سي له سېمې نه وي وتلي،د زیارت پرلت کوونکي وایي


د پنجشنبې په وﺭځ د بلوچستان په ضلعه ﺯياﺭت مانګي ډيم په سيمه کې په بمي برید کې دليویز ځواک دﺭې سرتیري وژل شوي اؤ دﺭې نور ټپيان شوي وؤ، د وژل شوؤ جسدونه د کوټې ﺯياﺭت او کوټې ژوب پر لويه لاﺭ “ﺯياﺭت کراس” ﺭوان پرلت کې د احتجاج په توګه ايښول شوي دي.

یادہ پېښه کې د وژل شوي “نايب ﺭسالداﺭ مدثر خان” وﺭوﺭ مزمل خان وايي، حکومت دې ايف سي ځواک له ﺯياﺭت او ھرنايي ضلعو څخه وباسي بيا به پرلت ختموي،

" د دوؤ ضلعو په ميان کې دغه پېښه شوې, له هغي خوا هم د ايف سي څوکۍ دي, له دې خوا هم د دوی څوکۍ دي"

دمزمل په وینا "په ﺯياﺭت کې هم د دوئ(ایف سي) قلعه ده, په ھرنايي کې هم د دوئ قلعه ده, په کهوسټ کې هم د دوی قلعه ده,په دا دواړه قلعو کې د دوئ ټول الات موجود دي، دوی ھر څه معلومولی شي, چې په خپله ځي اول هغه علاقه کلېر کړي د هغه ځای سګنل بندکړ‎ي، بيا ﺭوان وي"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "چې پخوا دوئ نه وؤد ليویز تعداد هم کم و، نو ﺯما د علاقې امن پر قرار و , ﺯما د علاقې غل هم معلومېدو, ﺯما په علاقه کې غلط کاﺭ هم نه کېدو, چې نن دوئ ﺭاغله دوئ دا امن خراب کړی دی"

په ياده پېښه کې وژل شوي یوہ بل سرتیري تره یا اکا ،محبت پانېزی وايي، غوښتنې يې له ﺭياست څخه دي،

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "غوښتنې دا دي چې د ﺭياست هغه اداﺭې، قانون پځائ کوونکې ایجنسۍ د هغوئ څه اختياﺭات د محدوده کولو, ﺯما سول ليويز، سيول انتظاميه، ده هغه ﺯاړه اختياﺭات، هغه بحال کول دي"

دپرلت کوونکو د توﺭونو او غوښتنو په اړه ډیوه د بلوچستان د کورنيو چاﺭو وﺯیر مير ضيا لانګو او له ايالتي وﺯير نوﺭ محمد دومړ سرہ د ټيلي فون او د واټسپ له لاﺭې دتماس نیولو هڅې وکړې خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې.

تیرہ وﺭځ د حکومت په استاﺯيتوب ايالتي وﺯير نوﺭ محمد دومړ او ضلعي حکومتي چاﺭواکي پرلت وهونکو له وﺭغلي وو، خو احتجاج کوړنکو د هغوئ په تسلۍ احتجاج ختم نه کړ۔

پرلت کونکي وايي چې هلته وﺭغلي خلک د دوئ دغوښتنو پوﺭه کولو واک نه لري۔

د بلوچستان د داخله چاوﺭ وﺯیر مير ضيا لانګو له پېښې وﺭوستو په جاﺭي کړي بيان کې له امنيتي اداﺭو څخه د پېښې ﺭپوﺭټ غوښتی ؤ او ويلي يې وؤ چې ترهګر په منظمه توګه په بلوچستان کې ترهګري کوي او د ايالت امن خرابوي خو وايي چې هغه به په دې کې کاميابه نه شي۔

نن د شنبې په وﺭځ د بلوچسان ايالت په ﺯياترہ پښتون میشتو سيمو کې د پېښې پر ضد دګاډو دهړتال ترڅنګ کاربندیز ؤ اؤ باﺯاﺭونه د احتجاج په توګه تړل شوي وؤ.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند او نوﺭو سياسي ګوندونو او د پښتون ژغوﺭنې غوﺭځنګ فعالانو په ګڼ شمېر په پرلت کې برخه درلوده.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جواينټ سيکرېټري ﺭشيد ناصر وايي د پرلت وهونکو غوښتنې سمې دي او د دوئ ګوند يې ملاټړ کوي،

“يو د حکومت، يو دا اسمبلۍ او يو د ولس پلېټ فاﺭم دی، پر دﺭې سرہ فلېټ فاﺭمز موږ ددې خلکو ملګري يو, موږ و وﺯير اعلا ته هم ويلي دي چې بايد د دې خلکو مطالبه ومنل شي، او دا خلک ټرانسفر شي“

دهغه په خبره “موږ و ایي جي ايف سي ته هم دا خبرہ کړې ده چې خلک تر هغه خپل شهيدان نه ښخوي تر څو تاسو ايف سي( فرنټېر کور) نه وي ویستلی ,له دې دوو ضلعو، له ھرنایي او ﺯياﺭت څخه"

د ليويز د چاﺭواکو په خبرہ د ﺯياﺭت په مانګي ډيم کې د پنجشنبې په وﺭځ د سړک غاړې ته د ايښول شوي بم په چاودنه کې د ليويز ځواک دﺭې سرتیري ﺭسالداﺭ ميجر، نايب ﺭسالداﺭ او يو سپاهي وژل شوی او دﺭې ټپيان شوي وؤ.

د يادې پيښې ذمه واﺭي بيلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې “بي ايل ای”منلې وه۔

د ﺯياﺭت د تحصليداﺭ نوﺭ احمد په خبرہ د پيښې مقدمه يې په کوټه کې د ترھګري د مخ نيوي ځانګړې اداﺭې سي ټي ډي په تهاڼه کې دﺭج کړې او د پېښې پلټنې يې ﺭوانې کړې دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG