لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په کابل کې په یو ګاډي حمله کړې او د یوې ترهګرې حملې مخه یې نیولې


امریکا د اتوار/یکشنبې په ورځ په افغانستان کې په یو ګاډي باندې چې د کابل هوایي ډګر ته یې د حملې خطره پېښه کړې وه، هوایي حمله کړې ده. تر دې وړاندې امریکا خبرداری ورکړی و چې په سیمه کې د یو فوري برید خطره لیدل کیږي.

د امریکا د مرکزي کماڼد یا سېنټکام ویاند، کپټن بېل اوربان وویل: «د امریکا پوځي قوا نن د ډرون په ذریعه، په کابل کې په یو ګاډي باندې د ځان نه دفاع په خاطر حمله وکړه، او د حامد کرزي نړېوال ائیرپورټ ته د داعش خراسان ډلې یوه فوري خطره یې له منځه یووړه.»

د سېنټکام ویاند پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې دوي یقین لري چې هدف یې په کامیابۍ سره ویشتی دی. هغه زیاته کړه: «د ګاډي نه دویمه لویه چاودنه دا څرګندوي چې په هغه ګاډي کې یوه ډېره اندازه چاودیدونکي مواد موجود و.»

تېره هفته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د کابل ائیرپورټ خوا کې خونړۍ چاودنه شوې وه چې په کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایي پوځيان ووژل شول. د هغې چاودنې ذمه واري وروسته د داعش خراسان ډلې پر غاړه واخیسته. د هغه نه پس د جمعې په ورځ امریکا په ننګرهار ولایت کې هوایي برید وکړ او ویې ویل چې د داعش خراسان ډلې دوه غړي پکې ووژل شول.

په کابل کې د امریکا سفارت، ټولو امریکایي شهریانو ته خواست وکړ چې د کابل ائیرپورټ شاوخوا سیمو نه دې ووځي، ځکه دوی ته داسې کره او معتبره رپوټونه رسېدلي و چې په هوایي ډګر به بیا حمله کیږي.

د امریکا صدر جو بایډن د خالي/شنبې په ورځ وویل چې په آینده ۳۶-۲۴ ګېنټو کې ممکن بله حمله وشي. د اضافي حملو خبرداری په داسې حال کې مخې ته راځي چې امریکا او اتحادیان يې د افغانستان نه د انخلا مېشن کرار کرار پای ته رسوي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ د اې بي سي نیوز، ډېس ویک پروګرام سره خبرو کې وویل: «په دې مېشن کې چې وار د مخې لا ډېر زیات د خطرې نه ډک مېشن دی، اوس مهال تر ټولو خطره زیاته شوې ده.»

د امریکا یو رېپبلېکن سنېټر بېن ساس هم اې بي سي ټلوېژن سره خبرو کې، د افغانستان نه د انخلا په برخه کې د بایډن انتظامیې په منصوبې تنقید وکړ. هغه وویل: «واضحه ده چې هېڅ پلان نشته. هېڅ پلان ندی مخ ته شوی. د هغوی پلان په بنیادي توګه د خوشحالۍ خبرې دي.»

سنېټر ساس دا هم وویل چې «په دې خاطر چې صدر بایډن پرېکړه وکړه چې د واقعیت پر ځای په خوشحاله خبرو تکیه وکړي،» خلک مړه شوي او خلک به نور هم ومري.

وایټ هاوس وایي چې د امریکا په وخت د اتوار ورځې د سهار تر درېیو بجو یې، په دوولسو ګېنټو کې له کابل نه سل کم درې زره (۲۹۰۰) کسان راایستلي دي. وایټ هاوس زیاته کړې چې د اګسټ له ۱۴مې نه تر اوسه امریکا د یو لاک و څوارلس زرو زیات کسان د افغانستان نه راایستلي او یا یې په راایستلو کې مرسته کړې ده.

خارجه وزیر بلېنکن سي اېن اېن سره مرکه کې وویل چې شاوخوا درې سوه (۳۰۰) امریکایي شهریان اوس هم غواړي له افغانستانه د وتلو لار پیدا کړي.

وژل شویو پوځیانو ته درناوی

په افغانستان کې د تېر زیارت/پنجشنبې په ورځ چې کومه ځانمرګې چاودنه وشوه، په هغې کې د ۱۷۰ افغانانو نه علاوه، دیارلس (۱۳) امریکایي پوځیان هم ووژل شول.

د امریکا صدر جو بایډن د هغو عسکرو درناوي ته ورغی چې په افغانستان کې ووژل شول
د امریکا صدر جو بایډن د هغو عسکرو درناوي ته ورغی چې په افغانستان کې ووژل شول

د امریکا صدر جو بایډن او مېرمن یې جېل بایډن د دې دیارلسو وژل شویو عسکرو له کورنیو سره ولیدل او ورسره یې غمرازي څرګنده کړه.

د دغو دیارلسو امریکایي پوځیانو عمرونه د شلو او یو دېرشو (۳۱-۲۰) کلونو ترمنځ و چې په دې کې پنځه تنه یې صرف شل کلن و. د هغو کورنۍ په ډېلاور ایالت کې د ډوور په پوځي هوایي اډې کې له صدر بایډن سره ملاقات وکړ، چېرته چې د وژل شویو پوځيانو جنازې په ډېر درناوي سره امریکا ته انتقال شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG