لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوان د حکومت نه کومې غوښتنې لري؟


د ورکو کسانو په نړيواله ورځ په پاکستان کې د بې درکه کسانو خپلوانو د وزیراعظم او بشري حقونو د وزيرې نه غوښتي چې "د دوی د وعدو باوجود د بې درکه کسانو مسخ شوي جسدونه ترلاسه کیږي تاسو د دې پېښو پلټنې او د ځواکونو نه ځواب غوښتلی شئ".

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او بې درکه بلوڅو د تنظيم سره نور د بشري حقونو فعال د بې درکه کسانو خپلوان د بې درکه کسانو مالومولو او د دوی د کورنيو ته د تاوان ورکولو غوښتنې کوي.

د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد وايي، دوی د څلور زره بې درکه کسانو مالومات راټول کړي چې دا کسان بې درکه دي او دا يې نه ده مالومه چې ژوندي دي که مړه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په دغو بې درکسانو کې د زیاترو تعلق د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو او سوات سره تعلق لري. او دوی دغه مالومات د پاکستان د استخباراتي ادارو سره هم شريک کړي دي.

مسيد وايي، په نن ورځ پي ټي اېم دغه غوښتنه تکراروي چې بې درکه خلک دې خوشي شي، نه يواځې خوشي شي بلکې عدالتونو ته دې وړاندې شي او څوک چې په دې پېښو کې ککړ دي هغو ته دې هم سزا ورکړی شي او د دې کار دپاره دې رسمي قانون جوړ شي.

نوموړی وويل، دا غوښتنه کوي چې څوک مړه دي کورنۍ دې خبر کړی شي او دوی ته دې تاوان ورکړی شي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري په ټویټر ويلي،

"نن د ورکو يا بې درکه کړل شوو خلکو په نړيواله ورځ مونږ د خپلې دې ژمنې سره پرمخ ځو چې په زوره بې درکه کول جرم وګرځوو. په جموریت کې په زوره د بې درکه کولو ځای نشته. تيره اوونۍ د قامي اسمبلۍ قايمه کمېټۍ د دغه قانوني مسودې په متفقه توګه منظوري ورکړې ده. خو افسوس چې تيرو حکومتونو په دغه اړوند وخت ضايع کړی دی".

مزاري ویلي وزيراعظم عمران خان د بې درکه بلوڅو د کورنيو سره ليدلي په دوی کې ځینې بې درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي او ځينې مالوم کړی شوي دي. هغې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند په تيرو حکومتونو نيوکې کړي چې په دې مسله يې د بې درکه کسانو د خپلوانو سره يو ځل هم نه دي ليدلي.

خو د بې درکه ډاکټر دين محمد بلوڅ لور سمي دين بلوڅ په ټويټر د وزیراعظم عمران خان او د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري نه غوښتنې کړي چې،

"چې تاسو زمونږ سره د بې درکه کسانو د مالومولو وعده کړې وه خو د بې درکه کسانو مسخ شوي جسدونه او په ګولو سوري وجودونه یو یو ترلاسه کيږي، ايا تاسو به د دغو پېښې پلټنې او د ځواکونو څخه ځواب غوښتی شئ".

ډاکټر دين محمد بلوڅ په کال 2009 کې بې درکه شوی او لور يې تور لګوي چې پلار يې د پاکستان پوځ په نيمه شپه د هسپتال نه بوتللی چې تراوسه بې درکه دی، هغې ویلي پلار يې د پاکستان د رياست خلاف نه وو خو په بلوچستان کې به يې د بشري حقونو په سرغړونه غږ پورته کولو.

په پاکستان د خلکو په بې زوره د بې درکه کولو تورونه په پوځ او استخباراتي ادارو لګول کيږي خو د پاکستان پوځ وخت په وخت دغه تورونه رد کړي چې د چا په بې درکۍ کې لاس لري.

سمي دين بلوڅ د مارچ په مياشت کې د بې درکه کسانو د خپلوانو په هغه پلاوي کې شامله وه چې د وزيراعظم عمران خان سره يې ليدلي وو.

د روان کال په 18 مارچ د دغه ليدنې په اړه شيرين مزاري ویلي وو چې وزیر اعظم عمران خان په ليدنه کې په نورو قوانينو کې د بدلون ترڅنګ په زوره د بې درکیو په اړه ډېر زر د قانون جوړولو خپل هوډ تکرار کړی او د بلوڅ بې درکه کسانو د کمېټۍ سره یې دا لوظ هم کړی چې په دې لړ کې به دوی د تازه پرمختګ نه خبر ساتي.

خو د بې درکه بلوڅو خپلوان وايي تراوسه پورې په دغه اړوند کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

د شيرين مزاري ټویټ ته په ځواب کې فعالې امنه مسعودي جنجوعه ویلي،

"د بشري حقونو وزارت ته په دغه قانوني مسوده پوره کرېډټ يا باور ورکوو چې دا لومړی ګام يې پورته کړی خو چې يو ځل دا عملي شي. مونږ غوښتنه کوو چې د بې درکه کسانو کورنیو ته دې معاوضه يا تاوان ورکړی شي، د دوی قانوني مرستې دې وشي او نفسياتي درملنه دې وشي".

په پاکستان کې په کال 2011 کې د بې درکه کسانو د قضيو کتلو دپاره يو سرکاري کمېشن جوړ شوی او د دغه کمېشن په وېب پاڼه په وروستي ځل د تير کال د ستمبر د میاشتې شمېرې خپرې کړی شوي چې ترمخه يې د تير کال د اګست د میاشتې پورې د کمېشن سره د بې درکه کسانو ټول 6752 رپورټونه درج شوي، او ویل شوي په دې کې 4616 هوار کړی شوي او 2110 لا پاتې دي.

په پاکستان کې نن په 30 اګست د بې درکه کسانو په ورځ د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم اعلان شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG