لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې ترنیمایي زیات خلک نالوستي پاتې دي


د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (يو این ډي پي) پخپله یوه وروستۍ نظرپوښتنه کې ويلي چې په قبایلي ضلعو کې ترنيمایي زيات خلک نالوستي دي.

ځايي خلک وايي حکومت په دې سيمو کې د شروع نه تعليم ترلاسه کولو ته پاملرنه نه ده کړې۔

يو این ډي پي دا تازه نظر پوښتنه د قبایلي ضلعو نزدې پينځوؤ زرو کورونو نه د راټولو کړل شوو معلوماتو په اساس کړې ده۔

نظر پوښتنه کې ویل شوي چې په قبایلي ضلعو کې ۵۲ فيصده خلک ناخوانده یا نالوستي پاتې دي، ۲۲ فيصده پرائمري،۱۱ فيصده مډل،۸ فيصده لسم او يو اعشاريه يو فيصد خلکو د شپاړسم ټولګي پورې تعليم ترلاسه کړی دی۔

په دې ضلعو کې د ناخواندګۍ تر ټولو زياته کچه ۶۲ فيصده په جنوبي وزيرستان کې ښودل شوې ده۔

د خېبر ضلعې يو ځايي مشر مقتدر شاه وي او ای ډيوه ته وويل په دې سيمو کې د تېرو اوياؤ کالو راهسې حکومت تعليم ته پام نه دی ګرځولی، زيات سکولونه ځايي ملکانو ته د مراعاتو په توګه ورکړل شوي او دغې عمل د تعليم په لړ کې هيڅ مرسته نه ده کړې۔

ځايي خلک وايي په قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې خلک بې کوره شوي، او ورسره تعليمي ادارې هم په بارودي موادو الوځول شوي چې تعليم ته یې ډير زيان اړولی.

دمومندقبایلي ضلعې اوسيدونکی فردوس ساپي وايي د ترهګرۍ روسته د تعليم ترلاسه کولو په لار کې لویې خنډ غربت دي،

هغه وایي که يو خوا دې جنګ ځپلو سيمو کې تعليمي ادارې ورانې شوې نو بلخوا د خلکو د امدن لارې هم وتړل شوې چې له امله یې اوس دوئ خپل ماشومان بچي د سکول په ځائ مزدورۍ ته ليږي۔

څيړونکی عمر اورکزی وايي حکومت تر ډير وخته دغه سيمي د تعليم دمعيار ښه کولو په لړ کې په نظر کې نه دي ساتلي خو بايد چې د خېبر پښتونخوا دبرخې جوړيدو نه وروسته دلته دتعلیم څانګې ته ځانګړې پاملرنه وشي۔

څه موده وړاندې د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکئ ډېوه ته ويلي وؤ د قبایلي ضلعو د تعليم د پاره صوبایي حکومت شپږ اربه روپۍ اېښودلي دي او که ضرورت پېښ شو نو نورې پېسې به هم ورته جاري کوي،

نوموړې ويلي وؤ دا پېسې به د والدینو اؤ استاذانو دګډ کونسل دلارې مصرف کيږي،

په خېبر پښتونخوا کې دماشومانو سکولونو ته دننویستو دکمپاین په مهال د تعليم وزير ويلي وؤ د قبایلي ضلعو په ګډون په خېبر پښتونخوا کې ۲۳زره نوي استاذان بهرتي کوي او ورسره ماشومانو ته د وظيفو ورکولو پروګرامونه هم لري۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG