لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمحسن داوړ دنوي سیاسي ګوند په اړه منظور پشتین څه نظر لري؟


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي پي ټي ایم د مصیبتونو ځپلي پښتون ولس د وینو اؤ اوښکو په منځ کې راپورته شوی هغه تحریک دی چې جرړې یې د ولس په زړونو کې دي اؤ دنوؤ ګوندونو په جوړیدو سره دې تحریک ته هیڅ ګواښ نه شته.

تیره ورځ پېښور کې دپي ټي ایم دمخکښ مشر محسن داوړ په مشرۍ دجوړ شوي نوي سیاسي ګوند قامي جمهوري غورځنګ په اړه خپل غبرګون کې منظور پشتین وي او ای ډیوه ته ویلي چې ددې ګوند دجوړیدو یو څه عارضي اغېزې به ضرور په پي ټي ایم وي خو هغه وایي چې دتحریک فعالیتونه به ددې ګوند په جوړیدو سره نه ودریږي اؤ نه ختمیږي.

دقامي جمهوري ګوند عمومي سکتر ښاغلی مزمل شاه بیا وایي چې د دوئ ګوند به دهر هغه تحریک اؤ ګوند شعار ته تقویت ورکوي چې دپښتنو دحقونو اؤ دې وطن کې دامن اؤ سوکالۍ خبره کوي.

دچهارشنبې په ورځ پېښور کې دپښتون ژغورنې غورځنګ فعاله مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ دپښتونخوا دملت پاله سیاسي اؤ ټولنیزو شخصیاتو نه د راجوړ یو نوي سیاسي ګوند بنیاد اېښودلی دی چې نوم یې ورته قامي جمهوري غورځنګ ورکړی دی.

ددې ګوند دجوړښت په اړوند په ټولنیزو رسنیو هم تاوده بحثونه روان دي خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي ددې ګوند دجوړولو بدې اغېزې به ارو مرو تر یوه حده په پي‌ ټي ایم وي ولې خلک دې په یاد ولري چې دپښتون ژغورنې غورځنګ په داسې هڅو نه کمزوری کیږي اؤ نه خپل فعالیتونه ودروي یا سړوي.

منظور پشتین وایي د تیرې څه مودې راهسې دمحسن داوړ اؤ دهغه دملګرو لخوا داسې تیز بیانونه مخې ته راتلل چې هغې نه دپي ټي‌ ایم دننه دځېنو کسانو لخوا دنفاق دهڅو تاثر راولاړیدو.

خو منظور پشتین وایي دا چې اوس دوئ خپل ګوند جوړ کړو معلومه به شي چې عمل کې څه کوي ؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر وویل دپښتنو د ویشلو هڅې چې دهرچا له لوري کیږي دپښتنو په ګټه نه دي ځکه چې په پښتون وطن کې دا مهال کوم حالات جوړ دي هغه پښتنو نه داتفاق اؤ یووالي غوښتنه کوي د ویش اؤ نفاق نه .

هغه وویل ددې ګوند دکړنو نه به وروسته معلومه شي چې دا دپښتنو په ګټه تمامیږي اؤ که په نقصان خو پوښتنه یې راولاړه کړه چې که دا ګوند په رښتیا ددې ولس په درد اؤ غم کې جوړ شوی وي نو ولې یې په منشور کې دبې درکه پښتنو اؤ دپښتنو په خاوره دښخو ماینونو خبره نه ده شامله ؟

خو ډیوه چې کله هم دا پوښتنه دیاد ګوند دمرکزي سکتر مزمل شاه مخې ته کېښوده نو هغه وویل د قامي جمهوري غورځنګ منشور دپښتنو په خاوره دوئ ته دپېښو ټولو ستونزو نه چورلي.

هغه ددې اندېښنو سره هم اتفاق ونه کړو چې ګنې دنوي ګوند په جوړیدو سره به په پي ټي ایم بد اثرات مرتب شي یا به پښتانه وویشل شي.

نوموړي ډیوه ته وویل زمونږ ګوند به هر هغه شعار نور پیاوړی کوي چې په دې خاوره کې دامن اؤ پښتنو دحقونو اؤ ښې ورځې دپاره پورته کیږي.

مزمل شاه وویل محسن داوړ ،افراسیاب خټک ،لطیف اپریدي،جمیله ګیلاني اؤ دګوند نور مشران چې یې له دې وړاندې په عوامي نیشنل ګوند کې هم وؤ نو دپي‌ ټي ایم دهر غوره عمل ملاتړ یې کړی اؤ غږ یې ورله په مخکې وړی اؤ اوس به هم دغسې کوي.

کله چې وي او ای ډیوه دمنظور پشتین نه وپوښتل چې د نوي ګوند له جوړیدو وروسته اوس ددغه ګوند مشر محسن داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی که نه ؟ منظور پشتین وویل، پي ټي ایم خپل یو ایین لري اؤ ددغه ایین له مخې دنورو ګوندونو سره تړاؤ لرونکي دپي ټي ایم غړی نه شي پاتې کیدی

"تر دې وروسته چې محسن داوړ اؤ دهغه ملګري هر قول وفعل ترسره کوي هغه باید په پښتون ژغورنې غورځنګ پسې ونه تړل شي"

منظور پشتین وویل اوس د پي ټي ایم دننه دتنظیم سازۍ عمل روان دی اؤ هرکله چې دا سرته ورسیږي نو پي ټي ایم به یو ځل بیا په پراخه کچه خپله مبارزه پیل کړي اؤ دخپلو بندي کسانو دپاره به احتجاجونه هم وکړي په دې خاوره به دامن دپاره خپل غږ هم په موثر انداز پورته کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG