لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زیارت پېښه،د وژل شوؤ سرتېرو جسدونو سره داحتجاجي پرلت غځولو پرېکړه شوې


د ﺯياﺭت دپېښې په ضد د وژل شوؤ امنیتي سرتیرو دجسدونو سره احتجاجي پرلت په اتمه ورځ هم دوامداره دی اؤ ددې پرلت د کمېټۍ مشر نواب اياﺯ خان جوګيزئ وايي حکومت يې غوښتنې ونه منلې ځکه يې د پرلت د غځولو پریکړہ وکړه.

د احتجاجانو د نوې لړۍ په اړه نواب اياﺯ جوګيزي وي او ای ډيوه ته وويل“په ټوله صوبه کې په خاصه توګه په پښتني سیمو کې پر۲م اګست احتجاجي مظاھرې، پر څلورم تاریخ شټر ډاون ھړ‎تال دی،په ټولو ضلعو کې به بازارونه بند وي، او پر پنځم تاریخ موږ‎ پایه جام ھړ‎تال اعلان کړ‎ی دی”

د اګست پر ۲۶مه د پنجشنبې په وﺭځ دبلوچستان د ﺯيات ضلعې په مانګې ډيم سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې د ليویز ځواک دﺭې چاﺭواکي, ﺭسالداﺭ مېجر نايب ﺭسالداﺭ او يو سپاهي وژل شوي او دﺭې ټپي شوي وؤ۔

بلوچ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ایل ای د يادې پېښې ذمه واﺭي منلې وه۔

له پېښې وﺭوسته د وژل شوؤ سرتیرو دکوﺭنيو او د سياسي ګوندونو له لوﺭي دپېښې پر ضد او د انصاف د غوښتنې لپاﺭه احتجاجي پرلت پيل شوی‎.

د ژوب ﺯياﺭت پر لويه لاﺭه د ﺯياﺭت کراس په نامه سيمه کې دغه احتجاجي پرلت له تيرو اتوؤ وﺭځو څخه ﺭوان دی۔

په دې احتجاجي پرلت کې دلویز ځواک د وژل شوو دﺭې چاﺭواکو جسدونه هم د احتحاج په توګه ايښودل شوې دي اؤ پرلت کونکي يې ښخولو ته تياﺭ نه دي۔

نواب ایاز جوګیزي وایي “ﺯموږ بنيادي غوښتنه دا ده چې ايف سي دې دا جنګ له دې علاقې وباسي, ﺯما وطن پر امن وطن دی,يعني ما ددې ذمه واﺭي وﺭته اخستې ده چې په ټول پښتون وطن کې ماته د ايف سي ضرورت نشته"

دهغه په وینا "ماته د هيڅ شي ضرورت نشته , ﺯما خپل لوکل ليويز ځواک دی په دغه ﺯه حالات خوندي کوم, د امن و امان به هيڅ مسئله نه وي, او چې تاسو( ايف سي) کومې علاقې ته تللي ياست هلته مو مسئلې پېدا کړې دي, نو ﺯموږ له علاقو او ژﺭ تر ژﺭه دې له ھرنایي, شاهرګې او ﺯياﺭت له سيمو ووځي"

د نواب اياﺯ جوګیزي په خبرہ د دوئ له حکومت څخه تر ټولو لويه او مهمه غوښتنه د ايف سي ځواک له ضلعه ﺯياﺭت او هر نايي سيمې څخه د ويستلو ده.

د احتجاج کونکو او حکومت تر ميان په دې اړه څو ناستې ھم شوي خو تر نن وﺭځې يې کومه پایله وﺭنکړه۔

د احتجاج کوونکو د غوښتونو په اړه د بلوچستان ایالت ګوﺭنر ظهوﺭآغا وي او ای ډيوه ته په ځانګړې مرکه کې وويل، د پاکستان له وﺯير اعظم عمران خان سرہ يې تیرہ ورځ په اسلام اباد کې ليده کاته کړي او د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه يې معلومات وﺭسرہ شریک کړي۔

د ګوﺭنر په خبرہ په ﺯياﺭت، هرنایي او د بلوچستان په نوﺭو سيمو کې د امينت وضعه خرابه ده ځکه یې هلته د امينت د خوندي ساتلو په موخه ايف سي ځواک پر دنده ګماﺭلی۔

هغه وايي، دی( ظھور آغا)نه پوهېږي چې بيا احتجاج کوونکي ولې د ايف سي ځواک د ليري کولو غوښتنه کوي؟

“دا اوس څنګه شرط دی؟ ﺯموږ په سوچ کې دا شئ نه ﺭاځي, دا (ایف سي) خو که ليري کړې دا سيمه خو له پخوا پر اﺭام نه ده, تر دې وړاندې هم پر دې سيمو کې داسې پېښې شوې دي, په ﺯياﺭت کې د قايد اعظم د اوسېدو ځائ باندې برید شوی و, هغه يې سوځولی ؤ, نو دا علاقه، ﺯيات حساسه ده, نو د دې سربیرہ که ايف سي ځواک ليري کړې نو دا ﺯموږ په سوچ کې نه ﺭاځي, د دې ذمه واﺭي څوک اخلي؟ نه يې څوک اخيستلی شي نه دا کاﺭ څوک کولاي شي"

دګورنر په خبره "چې دا ايف سي ليرې کړې نو په دې سيمو کې خو ددې خلکو(اورپکو) وجود شته، د بي ايل ای او د نوﺭو ډلو په شدت سرہ وجود شته، ﺯه نه پوهېږم چې څوک به دا څنګه کنټرولوي دا خو د عامو خلکو کاﺭ ندی"

د پرلت د احتجاجي کمېټۍ دمشر نواب اياﺯ په خبرہ ټولو سياسي او ځايي مذھبي ګوندونو, قبايلي مشرانو او مدني فعالانو د دوئ د غوښتنو او احتحاج د ملاتړ‎ اعلان کړی دی۔

دی وايي د وژل شوو له مړو (جسدونو) سرہ یو ځائ به د غوښتنو تر پوﺭه کېدو د احتجاج لړی دوام داﺭه ساتي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG