لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو وتلی سندرغاړی کفایت شاه باچا وسله وال برید کې وژل شوی


پولیس وایي د پښتو وتلی سندرغاړی کفایت شاه باچا په صوابۍ کې هغه مهال د جمعې په ورځ د وسله والو په یو برید کې وژل شوی کله چې دی د جمعې د نمانځه دپاره د کلي جومات ته د ننوتلو په حال کې ؤ .

د صوابۍ ضلعې د زیدې پولیسو سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د وسله والو په ډزو کې کفایت شاه باچا وړومبی ژوبل شوی ؤ خو کله چې هغه په ژوبل حالت کې روغتون ته ورسول شو نو دغلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړې ده.

پولیس وایي په هغه شوي برید کې یو بل ماشوم هم ژوبل شوی خو دهغه حالت له خطرې بهر ښودل کیږي.

د پولیس سرچینو وینا ده چې کفایت شاه باچا خپله شخصي دښمني لرله اؤ دهغه ورور سیدګل باچا ددې وژنې دعوه پخپلو دښمنانو کړې ده.

پولیس وایي له برید وروسته وسله وال له موقعې تښتیدلي خو پولیسو مقدمه درج کړې اؤ دهغه د وژونکو د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالینو دسندرغاړي کفایت شاه باچا وژنه پښتو موسیقۍ ته یو ستر زیان ګرځولی اؤ پښتو موسیقۍ دپاره یې دهغه خدمات په زرینو ټکو ستایلي دي.

تر دې وړاندې هم وخت په وخت دپښتو ګڼ شمیر ښځېنه اؤ نارینه سندرغاړي د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي چې په هغې کې غزاله جاوید،

کفایت شاه باچا خپلې زیاتې سندرې دسیتار سره ویلي اؤ هغه په یو وخت دوه رقمه اواز په سندرو کې ویستلو چې دا یې دا انداز یې دمقبولیت اؤ شهرت لویه وجه کرځېدلې وه.

دکفایت شاه باچا دا سندره دهغه د زیات شهرت لامل شوې وه چې :دکچه خاورو نه جوړ دی ، ځائ پځائ په لوګي تور دی// دا بوتکي بوتکي چې ښکاري ،دا زما دجانان کور دی

وتلی خبریال اؤ دپاکستان دصحافیانو دمرکزي اتحادیې مرستیال مشر بخت زاده یوسفزي وایي دکفایت شاه باچا وژنه په ګوته کوي چې دپښتنو هنرمندان په هر دور کې غیرمحفوظ پاتې شوي دي اؤ چې کله دچا خوښه وي دوئ وژلی،ربړولی اؤ تښتولی شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل که دکفایت شاه باچا شخصي دښمنۍ هم وې خو دا د ریاست ذمه واري وه چې هغه ته یې تحفظ ورکړی وی ولې دلته نه مخکې چا هنرمند ته تحفظ ورکړی اؤ نه یې نن ورکوي.

بخت زاده یوسفزي وایي دبدامنۍ اؤ نامساعدو حالاتو له امله دپښتنو ګڼ شمیر هنرمندانو اوس له فن اؤ هنر لاس اخستی اؤ بهرنیو هیوادونو ته تللي دي اؤ کوم چې دلته پاتې دي هغوئ هم نه شي کولی چې په ډاډه توګه خپل فن ته دوام ورکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG