لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا له امله پښتونخوا اؤ پنجاب کې بیا دتعلیمي ادارو تړلو اعلان شوی


پاکستان کې دکرونا وایرس د وبا یو ځل بیا په چټکتیا سره دخوریدو له امله دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب حکومتونو په یادو صوبو کې د تعلیمي ادارو دتړلو اعلان کړی دی.

په کرونا دڅار دولتي اداره وایي د تیر یو شواروز دننه په دغه هیواد کې په کرونا وایرس نور ۷۹ کسان مړه شوي اؤ ۳۹۸۰ؤ کسانو ته تازه دا وایرس ورپورې شوی دی.

دخیبر پښتونخوا حکومت له لوري دخپرې شوې اعلامیې له مخې دشپږم نه به ۱۱م ستمبر پورې دصوبې په اتوؤ ضلعو پېښور،ډیره اسماعیل خان ،ملاکنډ،صوابۍ،سوات،مانسهره،هریپور اؤ ایبټ اباد کې ټولې شخصي اؤ سرکاري تعلیمي ادارې تړل شوي وي.

تر دې یوه ورځ وړاندې حکومت یوه اعلامیه خپره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې په یادو سیمو کې به درې ورځې واړه سبقونو له ځي اؤ درې ورځې به یې رخصتۍ وي .

خو دجمعې په ورځ داین سي او سي اؤ وزیراعظم عمران خان ترمنځ دشوې غونډې نه وروسته صوبایي حکومت اعلامیه خپره کړه چې په اتوؤ ضلعو کې به دشپږم نه ۱۱م ستمبر پورې تعلیمي ادارې بندې وي.

په عین حال کې دپنجاب دتعلیم وزیر ښاغلي مردا راس هم پخپل یو بیان کې ویلي چې د کرونا وبا په چټکتیا سره دخوریدو له امله حکومت صوبه کې دشپږو ورځو دپاره د ټولو شخصي اؤ دولتي تعلیمي ادارې دتړلو پرېکړه کړې ده.

دجمعې په ورځ پاکستان کې دکرونا د څار دولتي ادارې این سي او سي مشر اسد عمر اؤ نورو غړو د وزیر اعظم عمران خان سره یوه غونډه کړې وه اؤ وزیراعظم ته یې ویلي وؤ چې د خالي د ورځې نه به ۱۱م ستمبر پورې دهیواد هغه سیمو کې نور بندیزونه پرځائ کړل شي چرته چې کرونا په چټکتیا سره خوریږي.

داین سي او سي له مخې په دې ښارونو کې به دښار دننه دسورلیو دګاډو په چلند، د ودانیو دننه اؤ بهر په دستورو بندیز وي اؤ په واده ښادۍ کې به یوازې ۳۰۰ پورې کسان په مشروط ډول برخه اخستی شي .

دکرونا دڅار دولتي اداره وایي په تیر یو شواروز کې دهیواد دننه ۳۹۸۰نورو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ ۷۹ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې تراوسه په دې وایرس پاکستان کې ۲۶۱۱۴کسان مړه اؤ ۱۱لکه ۷۵زره اؤ ۵۵۸کسان پرې ناروغه شوي دي.

اکستاني چارواکو ويلي د ستمبر په مياشت کې که چا د کرونا ويکسین ونه لګول د اکتوبر د لومړۍ نېټې څخه وروسته به ورته په ملک کې دننه او د ملک څخه بهر د هوايي سفر يا په الوتکه کې د سفر اجازه نه ورکول کیږي.

په نزدې وختونو کې پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه د دوه فیصدي نه هم په ښکته تللې وه خو ډاکټران وایي چې عامو خلکو د کرونا نه دځان ژغورنې په سپارښتنو عمل پرېښودی دی چې له دې امله یو ځل بیا دا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

دپاکستان حکومت هم تیرکال د کرونا وایرس نه د ولس خوندي کولو دپاره یو شمیر سخت بندیزونه پځائ کړي وؤ خو په دې وروستیو کې حکومت دغه بندیزونه بیرته لرې کړي دي اؤ اوس خلک د نورکله په څېر په بازارونو کې پرته له کومو احتیاطي تدابیرو خپل روزګار،راشه درشه اؤ غم ښادي کوي چې ډاکټران دکرونا وایرس دبهیر چټک کیدو یوه وجه دا هم بولي.

حکومت خبرداری ورکړی چې که دکرونا له امله حالات نور خرابیږي نو په هیواد کې به یو ځل بیا سخت بندیزونه پرځائ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG