لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دهدفي وژنو بله پېښه کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې په یوه بله پیښه کې دوه تنکي ځوانان وژل شوي چې عمرونه نزدې 20 او 23 کاله دي.

پولیس دا پیښه تاید کړې او وایي دا پېښه دمیر علي په حیدر خیل کلي کې رامنځته شوې ده.

د میر علي تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او ریاض نور وي او ای ډیوه ته وویل دغه دوه هلکان چې دوست الله او سنید الله نومیږي بیګاه د شپې کور سره نزدې پرې ډزې شوې دي.

هغه وویل د وژل شوؤ هلکانو کورنۍ په چا دعوه نه ده کړې او دنامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج شوې او پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې وروستۍ پېښه د تیرې جمعې په ماښام د اګست په 27 م نیټه د میر علي په اینځر سیمه کې شوې وه چې پکې د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوتهـ اف وزیرستان مشر نور اسلام داوړ وژل شوی ؤ.

یوتهـ اف وزیرستان، پښتون ژغورنې غورځنګ، سیاسي ګوندونو او ځايي مشرانو د تیر اتوار په ورځ میر علي کې د داوړ د وژنې د پېښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د نور اسلام داوړ په وژنه کې ککړو کسانو مالومولو او هغوی ته سزا ورکولو سره په علاقه کې د هدفي وژنو او نورې ناامنۍ د پېښو د مخنیوي دپاره په ټینګار غوښتنې شوې وې.

د شمالي وزیرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي میر کلم وزیر تیره اونۍ د اسمبلۍ غونډې ته ویلي وؤ، په شمالي وزیرستان کې سږ کال تر دې مهاله نزدې 42 د هدفي وژنو پېښې شوي او هر کال پکې دلسګونو شمیره عام خلک وژل شوي او هغه د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

میرکلم وزیر ويلي په تیر یو شوا روز کې په وزيرستان کې پینځه هدفي وژنې شوي دي.

هغه زياته کړې وزیرستان د پاکستان یوه وړوکې سیمه ده چرته چې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب عملیات شوي خو بیا هم پکې د نا امنۍ پېښې کیږي او دومره زیاتې هدفي وژنې به په ټول هیواد کې په یوه ورځ کې نه وي شوي لکه په وزیرستان کې چې کیږی.

په علاقه کې د تازه پېښو په اړه د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور سره وي او اې ډيوه د تماس نیولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویلی.

خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر د اپریل په میاشت کې په يو شواروز کې د پينځوؤ تنو د وژنو د پېښې وروسته ویلي وؤ په علاقه کې هره پېښه هدفي وژنه نه وي.

هغه ويلي وو په علاقه کې خلک په خپلو شخصي دښمنو کې وژنې وکړي او هغه بيا هدفي وژنې شمارل کيږي.

د شمالي وزيرستان مرستیال کمشنر شاهد علي ويلي وؤ په علاقه کې د زياتره خلکو د وژنو مقدمې د نامالومه کسانو پرضد درج کيږي، پکار ده چې خلک په مقدمو کې کسان ونوموړي پرضد به يې قانوني چلند کولی شي او د قانون منګولو ته به راوستل کيږي.

په وروستيو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د شوو زياترو بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

شمالي وزیرستان کې د ځوانانو دتحریک یوتهـ اف وزیرستان یو مشر وقار داوړ وویل د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا دا په سیمه کې دهدفي بریدونو 407مه پیښه ده چې پکې د علاقې مخور مشران،ځوانان، افسران او زنانه په نخښه کړل شوي دي اؤ دا زیاتره هغه کسان دي چې د علاقې د امن او ترقۍ خبره به یې کوله.

هغه وویل د اندېښنې او پریشانۍ خبره دغه ده چې له ضرب عضب وروسته د دکډوالو د بېرته ستنېدنې پرمهال دوئ سره ژمنه شوې وه چې دا علاقه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړی شوې خو بیا هم نامعلو کسان راشي په رڼا ورځ د کور د ننه کس ووژني او بیا وتښتي.

هغه وایي دا په داسې حال کې ده چې په ټوله سیمه کې دامنیتي سرتیرو پوستې دي او ددې قبایلي سیمې په صوبه کې له ورګډولو وروسته دپولیسو نظام هم پکې فعال کړی شوی. خو پوښتنه داده چې دا کسان بیا چرته لاړ شي؟

د پاکستان د امنيت يوې څيړنيزې ادارې په خپل وروستي رپورټ کې ويلي د روان کال د اګست په مياشت کې دکال ۲۰۱۶ وروسته په يوه مياشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زيات وسله وال بريدونه شوي دي۔

د رپورټ تر مخه د اګست مياشت کې په ټول هیواد کې نزدې ۴۵ بريدونه شوي چې پکې نزدې 64 تنان وژل شوي په وژل شوي کسانو کې 34 عام وګړي او 22 د امنيتي ادارو غړې شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي د بدامنۍ ترټولو زياتې پېښې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي۔

څيړونکي وايي د بد امنۍ پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ګاونډې هېواد کې افغان طالبانو واک ترلاسه کړی او ددغه هیواد د جيلونو نه پاکستاني طالبان خوشې کړی شوي دي۔

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي،

هغه ویلی وؤ دا وخت دپاکستان دپوځي عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG