لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دایف سي په سرتېرو چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي،۲۰ژوبل


د کوټې په هزار ګنجې سېمه کې د چاودنې له امله د ايف سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او ۲۰ؤ ته نيزدې ټپيان شوي دي.

دپاکستاني طالبانو تحریک ددې چاودنې پړه پړه پغاړه اخستې اؤ وایي دا یو ځانمرګي برید ؤ چې تر ۲۵ؤ زیات دایف سي عسکر پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

ليويز چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د وي او ای ډیوه ته دپېښې او د وژل شوؤ د شمېر پخلی کړی اؤ وایي چې له لومړيو څېړنو څخه داسي ښکاري چې ياده پېښه ځانمرګی بريد دی.

د ليويز د چارواکو په خبره ياده چاودنه پر مستونګ سړک هزارګنجي سيمې ته نيزدې د ايف سي ځواک د سونا خان په نامه څوکۍ باندې شوې.

د لومړنيو معلوماتو له مخه تر اوسه پورې څلور تنه مړه اؤ ۲۰ ټپيان دي.

په ټيپانو کې ۱۸ د ايف سي ځواک سرتيري او دوه لارويان دي۔

د مرستندويې ادارې چهيپا يو کارکونکي و ډيوه ته وويل چې دوی ټپيان د کوټې سي ايم ايچ، ايف سي روغتون او سول روغتون ته وړي، چيري چې د څلور تنو حالت مرګونی ښودل کېږي۔

د مرستوندويه اداري (چهيپا) کارکونکی چې پخپله يادې سيمې ته د مرستې لپاره تللی ؤ، و وي او اې ډيوه ته ياده پيښه تايد کړې او وایي چې دا ځانمرګی بريد ؤ ۔

له پېښې وروسته ايف سي او ځايې پوليس سرتيري د پېښې ځای ته رسيدلي او د پيښې پلټنې يې پيل کړې دي.

دپاکستاني طالبانو تحریک ددې برید پړه پغاړه اخستې اؤ ددې ډلې ویاند محمدخراساني پخپل یو بیان کې دعوه کړې ده چې دا یو ځانمرګي برید ؤ چې تر۲۵ؤ زیات عسکر پکې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په شوې چاودنه خفګان ښکاره کړی اؤ په پېښه کې وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ عسکرو ته یې دعقیدت پیرزوینې وړاندې کړې دي.

عمران خان په ټویټر لیکلي "دبهرنیو قوتونو په لمسه د ترهګرۍ دجوړو پلانونو په خاورې کولو اؤ زمونږ په خوندي ساتلو خپلو سرتیرو اؤ امنیتي ځواکونو ته سلام پیش کوم"

ياده چاودنه په داسي وخت کي شوې چې نن په بلوچستان ايالت کې د ضلعه زيارت د تيرې اوونۍ د پېښي پر ضد پهيه جام هړتال اعلان شوی دی او د ايالت لوې او وړې لارې دهر ډول ترېفک لپاره تړل شوې دي.

تيره اونۍ د بلوچستان د زيارت په مانګي ډېم سېمه کې د وسله والو په بريد کې د ليويز درې سرتيري وژل شوي وؤ چې پر ضد يې د زيارت کراس پر سېمه کې احتجاجي پرلت نن په يوولسمه ورځ هم دوام لري.

په دې پرلت کې د وژل شوو سرتيرو جسدونه هم د احتجاج په توګه ايښول شوي دي۔

احتجاج کونکي له حکومت څخه غوښته کوي چې له زيارت او هرنايي سېمې دي ايف سي ځواک وويستل شي، پرون په ايالت کې د احتجاج کونکو لخوا کار بنديز هم ؤ۔

د پاکستان د امنيت يوې څيړنيزې ادارې په خپل وروستي رپورټ کې ويلي د روان کال د اګست په مياشت کې دکال ۲۰۱۶ وروسته په يوه مياشت کې دپاکستان دننه تر ټولو زيات وسله وال بريدونه شوي دي۔

دا هغه موده ده چې طالبانو په افغانستان یو ځل بیا واکمني ترلاسه کړې ده اؤ څېړونکي وایي چې دافغانستان دننه دطالبانو په واک کې راتلو سره په پاکستان کې هم تندروه ډلې یو ځل بیا منظم کیدای اؤ د ورانکارۍ پېښې زیاتیدای شي.

د رپورټ تر مخه د اګست مياشت کې په ټول هیواد کې نزدې ۴۵ بريدونه شوي چې پکې نزدې 64 تنان وژل شوي په وژل شوي کسانو کې 34 عام وګړي او 22 د امنيتي ادارو غړې شامل دي.

رپورټ کې ويل شوي د بدامنۍ ترټولو زياتې پېښې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي۔

څيړونکي وايي د بد امنۍ پېښو کې زياتوالی په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ګاونډې هېواد کې افغان طالبانو واک ترلاسه کړی او ددغه هیواد د جيلونو نه پاکستاني طالبان خوشې کړی شوي دي۔

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايي) ويلي وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي،

هغه ویلی وؤ دا وخت دپاکستان دپوځي عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG