لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د ماين چاودنو معذورانو احتجاجي پرلت پېل کړی


د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو هغو کسانو چې په ماين چاودنو کې معذوره شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، احتجاجي پرلت يې پېل کړی او غوښتنې کوي چې حکومت دې دغو معذورانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د جنوبي وزيرستان په کوټکۍ سیمه کې په ځمکه کې د ښخ يا پاتې شوو ماین چاودنو له امله معذوره شوي د لسګونو په شمېره کې دغو کسانو احتجاجي ناسته پېل کړې ده.

په کوټکي کې دا احتجاجي پرلت نن د ګل/دوشنبې د ورځې (شپږم ستمبر) نه پېل کړی شوی چې پکې د سیمې نه د جينکو ماشومانو ترڅنګ زنانه او نور ګڼ کسان هم شامل دي.

په ياد احتجاج کې ګډون وال یا خو د معذورانو په کرسۍ( وېل چيئر) او يا ټانکورونه په لاس دي، او ډېرو ته پکې پلاسټکي پښې هم لګېدلي دي.

په احتجاجي پرلت ناست کسان څلور غوښتنې کوي.

یو دا چې لېنډ ماينونه يا په ځمکه کې ښخ ماينونه دې په مکمله توګه پاک کړی شي، د ماین چاودنو ښکار کسانو ته دې د علاج لپاره مرستې ورکړل شي، دوی ته دې نوکرۍ یا وظیفې ورکړل شي او څلورمه غوښتنه کوي چې د کومو کسانو د څارو تاوان شوی هغه تاوان دې ورته ورکړی شي.

په احتحاجي پرلت کې ګډون کوونکي نور احمد وویل په کال 2016م کې په خپله د ماين چاودنې ښکار شوی او یو پښه ترې پرې شوې چې اوس یې پلاسټکي لګولې ده.

هغه وویل په ټانکور يا ټنډۍ ګرځي او هیڅ کار روزګار نشي کولی او نه ورسره حکومت تر اوسه څه امدادي مرستې کړي دي.

هغه زیاته کړه دوی انتظامیې ته بیا بیا د مرستو خواستونه کړي چې پکې يې خپل مشکلات برڅیره کړي خو د دوی غږ څوک نه اوري ځکه يې احتجاجي ناسته پېل کړې چې دوی ته د حکومتي چارواکو پام را وګرځي.

نور احمد وايي دوی د دې دپاره احتجاج کوي، چې حکومت دوی ته ځانګړې نوکرۍ ورکړي، د وظيفو انتظام ورته برابر کړي او د دوی د درملنې دپاره ځانګړی مرکز جوړ کړي ځکه چې په ځینو معذورانو کې اوس هم د چاودنو زخمونه تازه دي او د بمونو ټکړې يې په وجودونو کې پرتې دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009مکې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په ځمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

يو بله معذوره زنانه سبا جانه وايي څاروي يې څرول چې د لېنډ ماین چاودنې ښکار شوه او په پښه معذوره شوې ده، هغې وویل په کور کې يې واړه بچي دي او د ګټې وټې هيڅ لاره نه لري او د علاج پیسې نه لري پښه یې هم د څو کالو وروسته د خېر په پېسو لګولي دي.

یو بل تن مصطفی وویل وړه ماشومه لور یې د لېنډ ماین چاودنې له امله معذوره شوې ده.

هغه وویل په لومړو ورځو کې د دوی سره ژمنه شوې وه چې د ماشومې د علاج سره د میاشتې وظیفه او د تعلیم اسانتیا به ورته برابرولی شي خو وايي تر واپسۍ وروسته یوازې 30زره روپۍ ورته ورکړی شوي او بیا يې چا تپوس ونه کړو.

هغه زیاته کړه دا ماشومه هر کال د عمر په حساب اوزار بدلول غواړي چې پرې نزدي پینځه لکه روپۍ مصرف راځي.

هغه غوښتنه وکړه چې د مالي مرستو سره دې د دوی د بحالۍ لپاره یوه اداره جوړه کړی شي او د علاقې روغتونونو ته دې ټولې اسانتیا ورکړی شي چې بیا پکې ويړیا علاج کيږي.

د سیمې مرستیال کمشنر فرحان خان وویل کره شمېره نه لري خو چې څومره پېښې شوي حکومت ورسره د پالیسۍ سره سم علاج او امدادي مرستې کوي.

هغه وویل د لېنډ ماین يا په ځمکه کې د ښخو ماينونو پاکولو په اړه هم کار پېل کړی شوی دی، او دا لویه ستونزه ده چې دلته په زیات شمېر سره دا رقم چاودنې کیږي او باید خلک هم د دې نه ډډه وکړي کومې علاقې ته چې د تګ راتګ اجازه نه وي هلته دې نه ځي او د حکومت په لارښوونو دې عمل وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ماین پاکۍ غوښتنه کوي او وايي يواځې د جنوبي وزیرستان په دوه سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د لېنډ ماین چاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه او ماشومانو دی. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG