لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل باجوه: چاته به اجازت ور نه کړو چې د ریاست پرضد وکاريږي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد ویلي، پوځ د بهرني دښمن په چالونو خبر دی او په ملک دننه چې څوک بې اتفاقي خوروي پرضد يې سخت ګامونه پورته کولو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه خبره په شپږم ستمبر د پاکستان د دفاع په ورځ يوې راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

جنرل باجوه د چا د نوم اخستو پرته ويلی، "دا د اندېښنې وړ خبره ده چې په شمار څو کسان د رياست د دښمنانو په لاسو کې لوبیږي، او مونږ به د دوی ارادې کاميابېدو ته پرې نه ږدو، او دا وخت يا حالات د پوځ او اولس ترمنځ کلکو اړيکو ته اړتيا لري".

د پاکستان د پوځ مشر ويلي، تشدد او تندرلاريتوب يا انتهاپسندي به نوره ونه زغمي، او چا ته به اجازت ور نه کړي چې د قوميت، علاقيت، ژبې، ايډيالوجي يا مذهب په بنياد د رياست پرضد وکاريږي.

هغه د اولس او پوځ په کلکو اړيکو ټينګار کړی دی، د ډان د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه نوموړي د افغانستان حالات د مثال په توګه وړاندې کړي چې هلته پوځ د اولس د مرستې پرته مزاحمت ونه کړی شو.

جنرل باجوه د دښمن نوم نه دی اخستی خو ويلي يې دي د جنګ نوعيت اوس بدل شوی دی او دښمن د ټېکنالوجۍ د لارې په خلکو کې بې اتفاقي، ایډيالوجيکل پولې او قامي حوصله کمزورې کول غواړي.

د پاکستان د پوځ مشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان نيولی دی.

د افغانستان د نيول کېدو سره داسې خبرونه مخې ته راغلي وو چې د افغانستان د زندانونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي خوشي شوي او په وروستيو کې په خپله پاکستاني وزیرانو ويلي داعش هم د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې شتون لري.

په افغانستان کې چې د تيرو څو میاشتو راهسې طالبانو بريدونو ته زور ورکړی وو په پاکستان کې هم د امنيتي ځواکونو پرضد بريدونه سېوا شوي چې د زیاترو زمه وارۍ پکې لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان منلې وې.

په څلورم ستمبر د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېض حميد د کابل سفر کړی او پرون په شپږم ستمبر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي د پاکستان امنيتي پلاوي ورسره خپلې هغه اندېښنې شريکې کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.

مجاهد ويلي وو پاکستان ته یې باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد هم نه کاريږي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله وېنا کې د افغانستان په اړه په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان په سوله کې مثبت رول ولوبوي. هغه هيله څرګنده کړې چې نړیواله ټولنه به په دې سخت وخت کې افغانستان يواځې نه پرېږدي.

جنرل باجوه ويلي، پاکستان تيار دی چې د افغانستان د سولې دپاره د هر هېواد مرسته وکړي. هغه زياته کړې پاکستان د افغانستان د نوي رژيم نه هيله لري چې د بشري حقونو خیال وساتي، د ښځو حقونو ته احترام ولري او د افغانستان خاوره د چا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG