لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:افغان طالبان به ونه توانیږي چې پاکستان کې دټي ټي‌ پي‌ دبریدونو مخه ونیسي،


څېړونکي اندېښنه څرګندوي چې دا بريدونه به هم دغسې روان وي او افغان طالبان به ونه کړی شي چې پاکستان کې دتحریک طالبان پاکستان د بريدونو مخه ونيسي۔ 

څيړونکي وايي پاکستان اوس هم انديښمن دی چې د افغانستان خاوره تحريک طالبان پاکستان د دوئ پرضد د بريدونو د پاره کاروي.

د افغان طالبانو لخوا د کابل نيولو نه وړاندې به هم پاکستان تورونه لګول چې پاکستاني طالبان افغانستان کې پټ دي اؤ هلته نه دپاکستان په ضد بریدونه کوي.

څېړونکي اندېښنه څرګندوي چې دا بريدونه به هم دغسې روان وي او افغان طالبان به ونه کړی شي چې پاکستان کې دتحریک طالبان پاکستان د بريدونو مخه ونيسي۔

په داسې حال کې چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایي ایس ایي) مشر جنرال فیض په روانه اوونۍ افغانستان ته په سفر تللی ؤ د افغان طالبانو ترڅنګ یې دغلته دنورو مهمو افغان مشرانو سره هم لېدنې کړې دي.

دطالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په شپږم ستمبر يوې خبرې غونډې ته ويلي چې د پاکستان پوځي اؤ استخباراتي چارواکي دغلته په څو مسلو غږېدلي او دپاکستان يوه مسله دا هم وه چې د دوئ د اندېښنې وړ خلک د زندانونو نه راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي خو طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کارول کیږی.

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي د افغان طالبانو د کابل نيولو نه وروسته ګڼ شمیر د تحريک طالبان پاکستان غړي هم له زندانونو خوشې شوي وؤ او ددغه ډلې لخوا په نزديو کې په پاکستان کې بريدونه هم زيات شوي دي۔

هغه وایي امکان نه لري چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د بريدونو مخه ونيولی شي ۔

د اګست په مياشت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د ۳۲ بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې وه۔

روانه مياشت يي هم په باجوړ، شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان ،دير، او بلوجستان کې په امنيتي ځواکونو د بريدونو دعوې کړې دي۔ دغې بريدونو کې د ځینو تايد د ازادو سرچينو لخوا نه کيږي۔

د څيړنيزي ادارې پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډې لخوا ميډيا سره شريک کړل شوؤ شمېرو ترمخه په دې ۴۵ بريدونو کې نزدې څلور شپيته تنان وژل شوي چې پکې ۳۴عام وګړي او ۲۲ د امنيتي ادارو غړي شامل دي۔

رپورټ کې ويل شوي دبدامنۍ ترټولو زياتې پېښې د خېبر پښتونخوا په قبابلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې رپورټ شوي دي۔

د پاکستان دپوځ پخوانی لوړ پوړی افسر بريګیډير سېد نذير وايي د پاکستان د پاره چېلنجونه شته ځکه چې په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستان طالبان دي او دا به کتل وي چې افغان طالبان د حکومت جوړولو نه وروسته د دوئ په ضد څه ګامونه اخلي۔

د پاکستان د داخله چارو وزارت ترڅنګ يو شمېر حکومتي غړو په روستيو کې اندېښنې څرګندې کړې وې چې په افغانستان کې موجود د تحريک طالبان پاکستان ډله د افغانستان خاوره د دوئ په ضد کاروي، او له طالبانو يې غوښتي چې ددې مخه ونيسي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG