لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې استاذانو لپاره دځانګړي لباس امر،استاذان یې پخپله شخصي ازادۍ ګزار بولي


د وفاقي ډاېرېکټرېټ له خوا د ادارو پرنسپلانو ته ویل شوي دي چې د استاذانو (نارينه او ښځينه) او نورو مامورینو جسماني صفايي دې باوري کړی شي او د وېښتو، نوکونو او ږيرې جوړولو او عطرو لګولو دې هم پام وساتلی شي.

دپاکستان دتعلیم مرکزي ډایریکټریټ په تعلیمي ادارو کښې استاذانو لپاره دځانګړي لباس اچولو امر کړی دی.

د ایف ډي اي يا د تعلیم دمرکزي ډایریکټریټ له خوا خپرو شوؤ احکاماتو کې په نارينه او ښځينه استاذانو په جينز پتلون اچولو بندېز لګول شوی دی.

تر دې چې دجسماني صفايۍ په هکله هم دغه اعلامیه کې احکامات جاري کړی شوي دي.

د وفاقي ډاېرېکټرېټ له خوا د ادارو پرنسپلانو ته ویل شوي دي چې د استاذانو (نارينه او ښځينه) او نورو مامورینو جسماني صفايي دې باوري کړی شي او د وېښتو، نوکونو او ږيرې جوړولو او عطرو لګولو دې هم پام وساتلی شي.

خو استاذان وايي وفاقي ډاېرېکټریت چې د نارينه او زنانه استاذانو له پاره کوم مخصوص لباس مقرر کړی دی او د جسماني صفایۍ په هکله یې کوم احکامات جاري کړي دي دا د دوئ په شخصي ازادۍ ګزار دی.

دوئ وايي د لباس يا جامو تعلق د تعليم سره نه بلکې د موسم، کلتور او د يو تن جسماني خدوخال سره دی.

د پېښور پوهنتون د سوشيالوجي څانګې استاذه ډاکټر نایله قاضي وايي پکار ده چې د لباس په هکله دداسې رقم احکاماتو جاري کولو په ځائ حکومت په تعليمي ادارو کې تعليمي او تحقيقي هلو ځلو له ترجيح ورکړي.

هغه وايي"زما په نظر کې لباس حيادار پکار دی هغه که مغربي وي او که مشرقي وي. او دې نه زياته مهمه خبره دا ده چې د تعليمي ادارو ترجيحي بنيادونو باندې مقصد تعليم او تحقيق پکار دی. لباس وړومبۍ ترجيح نه ده. زه به دتعلیمي نظام چارواکو ته خواست کومه چې تعليم او تحقيق سره هم تړلی مهمې فېصلې وکړي څنګه چې دوئ د لباس په اړه کړي دي"

پاکستان کې دا وړمبی ځل نه دی چې یوې تعلیمي ادارې د يو ځانګړي لباس يا د ډرېس کوډ په هکله احکامات جاري کړي دي.

تر دې وړاندې خېبر پښتونخوا کې هم وخت په وخت سرکاري پوهنتونونو او کالجونو کې دهلکانو او جينکو زده کونکو د يو بل سره دناستې، دمخصوص لباس اچولو او په جينز او ټي شرټ د بندیز په هکله اعلاميې خپرې شوي دي .

خو د ښځو حقونو او صنفي برابرۍ باندې تحقيق کوونکې حاجره علي وايي د دغه وروستيو احکاماتو تر مخه استاذان هم اوس جينز او ټي شرټ نه شي اچولی او په زنانه باندې هم د جينز اچولو بندیز دی او دوئ به یوازې قميص پرتوګ او لوپټه يا شال لازمي اچوي.

ډیوه سره دخبرو په مهال هغې پوښتنه وکړه چې ایا داسې رقم مخصوص لباس اچولو سره به په تعليمي ادارو کې غوره والی راشي او که نه؟

هغه وايي "ددې قسمه اقداماتو او ددې قسمه خبرو په تعليم او يا په تحقيقي او تنقيدي سوچ راپېدا کولو کې څه خاص کردار نه شي کېدلی. دا د انسان په جامو، پېزار او ظاهري توګه په نظر راتلونکو څيزونو باندې نه ده چې هغه به په تعليم يا د ترقۍ او پرمختګ په سوچ کې څه ډېر ښه کردار ادا کړي"

حاجره علي وايي استاذانو باندې مخصوص لباس لازمي کول د جمهوري اقدارو او د شخصي ازادۍ په ضد خبره ده.

"دا د انسان په شخصي ازادۍ بندېز دی. دا د هر چا خپله خوښه ده چې هغه سړی ټي شرټ او جينز اچوي او که قميص پرتوګ کې راځي خو چې ته داسې قسمه اقدامات وکړې نو دا يو زياتي بوج او معاشرتي حبس پېدا کوي او په خلکو کې د پابندۍ دا احساس يو ساه بندي پېدا کوي"

د پېښور پوهنتون د صنفي تعليماتو يا د جېنډر سټډيز څانګې يو استاذ محمد افتخار هم وايي د تعليم د استاذ لباس يا جامو سره هيڅ تعلق نشته.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي "د لباس تعلق د انسان د جسماني خدوخال ،موسم، دستور او کلتور سره دی. چې دا ټول شرطونه د دستور، کلتور، د ده جسماني خدوخالو ستر پوشي کوي نو د چا څه حق دی او د چا څه اختيار دی چې دی په بل باندې دا خپل اختيار او د خپل حکم وتپي. زما په اند دا دبنيادي بشري حقونو خلاف ورزي ده"

محمد افتخار وایي ډیر استازان دګرانو جامو اخستو وس نه لری او جینز او شړټ ورته ډیره اساني پيدا کړې وه خو داسې رقم حکومتي احکامات استاذان مشکل کښې اچولی شي.

هغه وايي اسلام اباد کښې ناست افسران چې دا رقم احکامات جاري کوي نه دی خبر چې د قمیص پرتوګ کپړه څومره ګرانه ده.

دنوموړي په وینا هغه د استاد تعلیمي قابلیت ته اهمیت ورکول پکار دي .

هغه وايي دا هم يو غلط تاثر دی چې د جامو له وجې د يو ځائ ماحول خرابيږي او وايي د يو مخصوص لباس اچولو سره څوک د ځورونو نه نه شي محفوظ کېدلی.

"د انسان روزنه، تعليم او تربيت چې په يو ښه انداز او ښه فکر وشي نو په دغه ټولنه کې به نه جنسي ځورونه وي او نه به د چا لباس ته دخلکو پام او نظر ځي"

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG