لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان غواړي افغانستان سره دګورسل اؤ ناوا پاس لارې خلاصې کړي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سېفران کميټۍ په غونډه کې تېره ورځ د افغانستان سره په پوله د ګورسل او ناوا پاس دلارو په پرانستو خبرې شوې دي۔

کاروباريان وايي که دغه لارې پرانستل شي په سيمه کې به ځوانان په روزګار شي او معيشيت په وده وومي۔

د قامي اسمبلۍ د سېفران دسټېنډنګ کمېټۍ مشر ساجد مومند وي او ای ډيوه ته وويل د کمېټۍ په تېره غونډه کې هم د مومندو د ګورسل او د باجوړ د ناوا پاس لارو په پرانستو خبرې شوې وي۔

نوموړي وويل دوئ په دغه لړ کې ټول اړونده حکومتي چارواکي راغوښتي وؤ او د سپارښتنو جمع کولو وینا یې ورته کړې وه.

ساجد مومند وويل تر اوسه دغه لارې د بدامنۍ له امله تړل شوې وې خو په افغانستان کي د حکومت بدليدو سره دوئ هیله لري چې دغه لارې پرانستل شي۔

د باجوړ او مومندو اوسيدونکي وايي په دغه لارو يې د افغانستان سره د کلونو راهسې تجارت روان ؤ، پاکستان نه به خوراکي توکي، سبزيانې او نور د ورځني استعمال شیان افغانستان ته ليږل کيدل او د افغانستان نه مېوې، د ګاډو سامان او نور ګڼ شمېر شیان پاکستان ته راتلل.

خو د باجوړ چېمبر اف کامرس مشر لالي شاه وايي د کال دوه زره شپږم، اووم نه راپدېخوا بد امني سېوا شوه او دغه لارې د تجارت لپاره وتړل شوي چې ورسره په سلګونو د سيمي خلک بې روزګاره شو۔

په کال ۲۰۲۰م کې د وزيراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي محمد صادق ويلي وؤ د کرمې خرلاچي او د جنوبي وزيرستان انګور اډې لارې د تجارت لپاره پرانستل شوې دي.

د غلام خان، تورخم او د چمن لارې هم د ډير وخت راهسې پرانستې دي خو د مومندو د ګورسل او د باجوړ ناواپاس لارې لا هم بندې پرتې دي۔

په کال ۲۰۱۹م کې هم د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان مومندو ته د دورې په مهال ويلي وؤ د دغه لارو د پرانستو هڅې کوي او اعلا فوځي او حکومتي چارواکو سره په خبرو بوخت دی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG