لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو د ښځو پر لوبو او کرکټ بندیز ولګاوه، کرکټ نړیوال بورډ پرې اندېښمن دی


واشنګټن ـــ د افغانستان کرکټ بورډ مشر یوه اوونۍ مخکې ویلي وو چې ښځې د اسلام په چوکاټ کې لوبې کولای شي خو اوس دې ډلې د خپل حکومت تر اعلانېدو وروسته د ښځو پر لوبو خصوصاً پر کرکټ بندیز اعلان کړی دی.

د کرکټ نړیوال بورډ په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي په دې اړه د افغانستان حالات له نیژدې څاري او په خپله راتلونکې غونډه کې به په دې اړه خبرې کوي.

د کرکټ نړیوال بورډ پخپله بیان کې ویلي، په 2017م کال کې چې افغانستان د دوی غړیتوب تر لاسه کړی، په دې هېواد کې پر کلتوري او مذهبي چېلنجونو برسېره د ښځو کرکټ ډېره وده او پرمختګ کړی دی.

د طالبانو د کلتوري کمېشن مرستیال مشر احمد الله وثیق د اسټرېلیا ایس بي‌ ایس ټیلیویژن ته په مرکه کې ویلي، اوس د رسنیو زمانه ده او د لوبو په وخت به د ښځو عکسونه او وېډیوګانې جوړېږي وایي "دا د ښځو بې ستري ده":

احمد الله وثیق وایي "اسلام او اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې ښځې کرکټ وکړي یا داسې لوبې چې په هغو کې د دوی بې ستري راځي او ټول خلک یې وویني اسلام د دې اجازه نه ورکوي".

د طالبانو رسمي ویاند او د دوی د لنډمهالي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم د ښځو پر لوبو او کرکټ د بندیز خبر تایید یا رد کړی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي تېره اوونۍ بي بي سي ته په مرکه کې ویلي وو، که ښځې په کومه اداره کې "د شریعت په چوکاټ او اسلامي جامه کې" کار یا ورزش کوي نو بندیز ورباندې نه شته.

عزیزالله فضلي دې پوښتنې ته چې آیا ښځې به په نړیوالو لوبو کې د ګډون اجازه ولري که نه، ښکاره او کره جواب ونه وایه خو وایي دغه ښځینه لوبغاړي د اوس لپاره غواړي چې پخپل هېواد کې لوبې وکړي.

د طالبانو د کلتوري کمېشن مرستیال مشر احمد الله وثیق د اګست په پای کې ایس بي ایس نیوز ته ویلي وو، د سړیو کرکټ لوبې به دوام لري او وایي د ځوانانو د کرکټ ملي لوبډلې ته یې په نومبر میاشت کې د اسټرېلیا په ټیسټ لوبو کې د ګډون اجازه ورکړې ده.

خو د اسټرېلیا کرکټ بورډ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یو بیان کې ویلي، که د طالبانو له خوا د ښځو پر کرکټ لوبو بندیز ریښتیا وي نو دوی به د سړیو له افغان لوبډلې سره د نومبر پر 27 پلان شوې پینځه ورځنۍ ټیسټ لوبې هم ونه کړي.

XS
SM
MD
LG